د اشرف غني بيان رد،طالب قيديان خوشي کولو په فيصله د مائيک پومپيو ټينګار

ځني فريق په ميډيا د توجو حاصلولو کوشش کوي،افغان سولې عمل لپاره باوري فضا جوړولو پکار دي،امريکې خارجه وزير

طالب قيديانو رهائۍ په معامله  د افغان اولسمشر اشرف غني په بيان د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو لخوا ردعمل رامخې ته شوي او په دې بيان د ناخوښې اظهار شوېدے

د امريکې سي بي ايس ټي وي سره مرکې په وخت مائيک پومپيو دوحه لوظنامې ترمخه به طالب قيديان خوشي کيږي او دې سلسله کښې به امريکه د افغانستان ټولو سياسي او جهادي مشرانو سره په شريکه اقدامات کوي

د امريکنې خارجه وزير وينا وه چې ډير کسان داسې شته چې هسې ئې شوراو غوبل جوړ کړې وي او په ميډيا يوبل سره رقابت لپاره مختلف قسمه بيانونه جاري کوي او د بے باورې فضا جوړول غواړي

مائيک پومپيو وضاحت وکړو چې دې نه مخکښې هم د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله شوي وه او آئنده به هم کيږي

افغان اولسمشر اشرف غني د اتوار په ورځ کابل کښې د پريس کانفرنس په مهال وئيلي وو چې پنځه زره طالب جنګيالي د خوشي کولو لپاره  هيڅ ژمنه نشته او دا په تکنيکي بنياد هم ممکن نه دي

د هغه وينا وه چې دوحه لوظنامه کښې امريکې د طالب قيديانو خوشې کولو کښې د آسانتياګانۍ برابرولو وعده کړېده او دې تړون کښې داسې خبره نشته چې افغان دولت به په يو وخت 5000 طالب جنګيالي خوشي کوي،د قيديانو خوشې کولو واک صرف افغان دولت سره دے

دوحه معاهده کښې خفيه دستاويزاتو موجودګي

د مرکې په مهال مائيک پومپيو انکشاف کړېدے چې طالبانو سره دوحه کښې لاس ليک شوي سولې تړون  کښې دوه خفيه دستاويزات هم شامل دي

هغه دا هم وئيلي دي چې دا خفيه نظامي اسناد دي کوم چې د امريکني پوځ د سلامتيا لپاره مهم دي خو دا اسناد  صرف د امريکې د کانګرس ممبرانو ته ښودلي شو

مائيک پوميو زياته کړه چې طالبان بے باوري دي خو اوس خبره په دوحه لوظنامې د عمل کولو ده د افغانستان تل پاتې سولې لپاره دې معاهده کښې ټول حالات او ماحول برابر کړې شوېدے اوس پرې عمل درآمد پکار دے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.