افغانستان نه کرونا وائرس منتقلۍ خطره،چمن بارډر بند
پاک افغان پوله به تر يوې هفتې د عام ټريفک او خلکو تګ راتګ لپاره بند وي،د ناټو سپلائي هم معطل شوے

کابل کښې د پاکستان سفارتخانے لخوا جاري شوي بيان ترمخه د دوئم مارچ نه تر اووم مارچ پورې به چمن سپين بولدک کراسنګ پوائنټ په مکمله توګه بند وي
بيان کښې زياته کړي شويده چې د پاکستاني حکومت د دې اقدام مقصد د پولې دواړو اړخونو ته د کرونا وائرس د منتقلۍ د خطرې مخ نيوي کول دي
چين نه وروستو د پاکستان ګاونډي ملکونو ايران او افغانستان کښې د کورونا وائرس پيښې ثبت کيدو وروستو پاکستان ايران سره په تفتان بارډر او دغه رنګ افغان پولو سره پرتوعلاقو کښې د دې وائرس د مخ نيوي لپاره خصوصي انتظامات کړيدي
پاکستان ته د کورونا وائرس د منتقلۍ انديښنو لوجې تورخم او پاړا چنار کښې د صحت مرکزونه جوړ کړي شويدي
دغه رنګ چمن ښار ته د کرونا وائرس د منتقلۍ خطرې د مخ نيوي لپاره پاکستان ته د پولې هغه اړخ نه راغلي خواؤ شا زر کسان د سکريننګ د مرحلې نه تيريدو وروستو پاکستان کښې داخل شوي وو
پاکستان په داسې مهال افغانستان او او ايران سره په پولو دا اقدامات پورته کړيدي چې د پاکستان مختلفو ښارونو کښې څلورو کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شويدے
چمن کښې افغانستان سره تړلې پوله بندولو لوجې دواړو ملکونو ترمينځه تجارت او د عامو خلکو تګ راتګ په مکمله توګه بند شوي او دغه رنګ افغانستان کښې ميشته ناټو پوځيانو ته سپلائي هم معطل شويده