دوحه لوظنامه د افغانستان امن او استحکام په لور وړومبې ګام دے،شاه محمود قريشي

دوحه مذاکراتو کاميابۍ لپاره د پاکستان کردار په نړي وال کچ ستائيلي شوېدے اوس په خپله خاوره پائيدار امن قائمولو فيصله افغانانو له کول دي،بايد چې بين الافغاني مذاکراتو کښې لم ليټ رانه شي،خارجه وزير

اسلام آباد کښې د پريس کانفرنس په وخت خارجه وزيرشاه محمود قريشي وئيلي دي چې دوحه مذاکراتو په کاميابۍ طالبانو او امريکې له مبارکي ورکوو اوس به دا کتل وي چې فريقين د دې لوظنامې عمل درآمد کښې څومره سنجيده دي

د هغه وينا وه چې افغان اولس د اوږد مهال جنګ وروستو امن او استحکام ته سترګې په لار دي او د پاکستان په نظر دوحه لوظنامه د ګاونډي هيواد امن لپاره مهم پرمختګ دے

د خارجه وزير وينا ترمخه امريکې او افغانستان دوحه مذاکرات منطقي انجام ته رسولو په حواله د پاکستان د کردار اعتراف کړېدے او په پاکستان ګوتې پورته کونکي ملکونو هم دې سلسله کښې د پاکستان د کردار تعريف کړېدے

شاه محمود قريشي زياته کړه چې پاکستان به په مستقبل کښې هم د افغانستان امن او استحکام لپاره د افغان اولس د کوششونو ملاټر جاري ساتي

د يو سوال په جواب کښې خارجه وزير ووئيل چې افغانستان کښې تل پاتې سولې لپاره ضروري ده چې د دوحه مذاکراتو په ټولو شرائطو دې عمل درآمد وشي او دا چې مائيک پومپيو ته مې په ډاګه کړيده چې دوحه مذاکرات ته نقصان رسونکي اوس هم موجود دي څه داسې طريقه او حکمت عملي به امريکې او طالبانو له خپلول وي چې ترمخه ئې دغه عناصر خپل ناوړو هڅو کښې کامياب نه شي

بين الافغاني مذاکراتو په حواله شاه محمود قريشي ووئيل چې ناروے د دې مذاکراتو کوربه توب ته غاړه ايښودي ده بايد چې دې کښې لم ليټ رانه شي او د سولې په حواله د اولس اعتماد بحال پاتي شي

خارجه وزير دا هم وئيلي دي چې افغانستان کښې سياسي عدم استحکام ته توجو ورکول هم ضروري دي مونږ نه غواړو چې د افغانستان داخلي سياست په امن عمل اثر انداز شي د افغانستان اولسمشر اشرف غني او نورو سياسي مشرانو نه دا اميد لرو چې د سولې ماحول سازګار ساتلو لپاره به خپل کردار ادا کړي

 

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.