امريکه د طالب قيديانود خوشي کولو اختيار نه لري،اشرف غني

طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب وفد به بين الافغاني مذاکرات کوي،افغان اولسمشر

افغان اولسمشر اشرف غني د امريکې او طالبانو ترمينځه دوحه کښې لاس ليک شوي سولې تړون په ځنو نکاتو اعتراضات پورته کړيدي

کابل کښې د پريس کانفرنس دوران افغان اولسمشر وئيلي دي چې پنځه زره طالب جنګيالي د قيد نه رها کولو لپاره هيڅ ډول ژمنه نه لرو او په تکنيکي بنياد داسې کوم هم  امکان نه لري

د هغه وينا وه چې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه کښې د طالبانو د خوشي کولو مسئله د مذاکراتو ايجنډا خو کيدې شي ولې دا شرط نه دے

اشرف غني واضحه کړه چې امريکني دولت دا صلاحيت نه لري چې د طالبانو قيديان دې خوشي کړي بلکه دا واک صرف او صرف افغان دولت سره دے او دا خبره مو څو څو وارې زلمي خليل زاد ته هم  کړېده

افغان اولسمشر دا هم وئيلي دي چې د جيلونو نه زر قيديان خوشې کول هم کافي وخت اخلي پنځه زره کسان په يوځائې رها کول مسئله ده او په دې معامله به بين الافغاني مذاکراتو کښې خبرې کيږي

يوې پوښتنې په جواب کښې اشرف غني ووئيل چې  د امارت اسلاميه کلمه طالبانو د خپله ځان لپاره استعمال کړېده  ځان ته باچا وئيلو سره څوک باچا کيدې نه شي که طالبان فکر کوي چې افغان اولس د دوي سره دے نو رادې شي افغانستان ته د اولس غوښتنې دې واوري

افغان اولسمشر زياته کړه چې طالبانو سره به د افغانستان اسلامي جمهوريت په استازيتوب وفد بين الافغاني مذاکرات کوي او دا وفد به د لسو کسانو نه زيات نه وي خو د فيصلې صلاحيت به  نه لري بلکه دا فيصله به لويه جرګه،د افغانستان اساسي قانون او يا د افغانستان اولس کوي

د پريس کانفرنس دوران افغان اولسمشر هيله څرګند کړېده چې دوحه لوظنامې سره به عارضي جنګ بندي په مستقل کښې بدله شي او ټول اولس سره ئې ژمنه وکړه چې د سولې د پروسې په برخه کښې به ټول افغانانو سره په شريکه هلې ځلې کووځکه چې د افغانستان د روښانه سباؤن لپاره د ټول ملت يو موټي کيدل ضروري دي

د پريس کانفرنس آخره کښې اشرف غني د پاکستان او ايران پشمول نورو ملکونو کښې ميشته افغان مهاجرينو ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې هيواد کښې پائيدار سوله راشي نو دغه ديرش لاکهه مهاجر به هم خپل ملک ته ستانه شي خو که دې افغانانو ته د ژوند بنيادي سهولتونو برابرولو لپاره جدي اقدامات ونه کړې شول نو ويره ده چې افغانستان به بيا د لوئي بحران سره مخ شي

قيديانو تبادله بين الافغاني مذاکراتو سره مشروط

بلخوا د افغانستان قطر سياسي دفتر مشرانو بين الافغاني مذاکرات د جنګيالو د رهائۍ سره مشروط کړيدي

دوحه لوظنامې لاس ليک نه پس د افغانستان طلوع نيوز سره د مرکې په وخت د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي شيرمحمد عباس ستانکزئۍ وئيلي دي چې امريکې ورله باور ورکړېدي چې د افغان دولت د زندانونو نه به پنځه زره طالبان خوشي کيږي

د هغه وينا وه چې تر څو دغه قيديان خوشي کړي شوي نه وي طالبان به بين الافغاني مذاکراتو ته نه کيښني

د عباس ستانکزئۍ وينا وه چې بين الافغاني مذاکراتو لپاره چې په افغانانو مشتمل کوم ټيم هم  وټاکلي شي طالبان به هم ورسره متفق وي او د دوحه معاهدې ترمخه لسم مارچ باندې دغه مذاکرات شورو کيدې شي خو دې مذاکراتو نه مخکښې به پنځه زره طالب جنګيالي خوشي کيږي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.