ډير زر د طالبانو مشرانو سره ملاقات کونکې يم،صدر ډونلډټرمپ

که طالبانو د سولې تړون پاسداري ونه کړه امريکه به د نوي طاقت سره بيا افغانستان ته ځي،ډونلډټرمپ

وائټ هاؤس کښې د پريس کانفرنس په مهال امريکني صدر ډونلډ ټرمپ دوحه سولې تړون لاس ليک کيدو باندې افغان اولسمشر اشرف غني او ټولو افغانانو له مبارکي ورکړېده

د هغه وينا وه چې افغان جنګ د ډيرو کسانو وينه ضائع کړه  او د طالبانو پشمول ټول فريقين د جهګړې نه ستړي شويدي

يوې پوښتنې په جواب کښې صدر ټرمپ ووئيل چې افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف د امريکې مبارزه ښه کاميابه وه اوس دا د طالبانو او او د افغانستان د ګاونډي ملکونو ذمه واري ده چې دا خاوره دوباره د ترهه ګرو مرکز جوړيدو ته پرينږدي

امريکني صدر اميد څرګند کړېدے چې طالبان به هم د سولې د موقعې نه ګټه پورته کړي او افغانستان کښې پائيدار امن بحالۍ په حواله دا وخت  به ضائع نه کړي  ولې که طالبانو د سولې تړون پاسداري ونه کړه نو امريکه به په داسې شدت بيا په افغانستان بريد وکړي چې مثال به ئې موندل ګران وي

افغانستان نه امريکني پوځ انخلا په حواله صدر ټرمپ ووئيل چې په وړومبې مرحله کښې به افغانستان کښې د پوځيانو شميره 8600 ته راکموو او د نورو پوځيانو انخلا په حواله به وروستو فيصله کولي شي

صدر ټرمپ زياته کړه چې هغه به ډير زر د طالبانو د مشرانو سره ملاقات  کوي ولې دا ئې نه ده واضحه کړي چې دا ملاقات به کله او کوم ځائې کوي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.