دوحه معاهده به افغانستان کښې څو لسيزو راهسې جاري جنګ د خاتمے سبب وګرځي،وزيراعظم
افغان اولس اوږد مهاله جنګ ډير ځپلي دي بايد چې امريکه او طالبان دوحه مذاکرات سبوتاژ کونکي عناصرو عزائم ناکامه کولو لپاره چمتو اوسي،د دې معاهدې د بقا او کاميابۍ کښې پاکستان خپل کردار ادا کولو له تيار دے،عمران خان

وزيراعظم عمران خان لخوا جاري شوي بيان کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه دوحه کښې لاس ليک شوي سولې تړون هرکلي شوېدے
بيان کښې وزيراعظم امکان څرګند کړېدے چې د دوحه معاهدې ترمخه به په افغانستان کښې روان اوږدې مودې جهګړه ختم شي او د افغان اولس مشکلات او پريشانې به هم ختم شي
د عمران خان وينا وه چې کشالې د مذاکراتو د لارې حل کيدو په حواله د هغه موقف صحيح ثابت شويدي او دا چې مسئلې که هر څومره هم کړکيچنې وي خو پائيدار حل ئې صرف او صرف د خبرو د لارې ممکن دے
وزيراعظم په امريکې او طالبانو زور راوړېدے چې په هغه عناصرو دې ژور ساتي څوک چې د دوحه مذاکرات سبوتاژ کولو کوشش کوي بلکه داسې دواړه فريق دې داسې يو ماحول جوړ کړي چې هيڅوک هم د امن بحالۍ په لار کښې خنډ جوړولو موقع ونه مومي
خپل بيان کښې وزيراعظم عمران خان دا هم وئيلي دي چې د هغه دعاګانې د هغه ټولو افغانانو سره دي څوک چې د تيرڅلويښت کالو راهسۍ بدامنۍ کښې ژوند تيره وي
وزير اعظم زياته کړيده چې افغانستان کښې تل پاتې سوله او امن بحالۍ په حواله د دوحه معاهدې د بقا او کاميابۍ لپاره پاکستان پرعزم دے او دې سلسله کښې هر قسمه مرستو لپاره تيار دے
دوحه معاهدې په حواله د خارجه دفتر بيان
د خارجه دفتر ترجمانې عائشه فاروقي هم د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې تړون هرکلي کړېدے
د عائشه فاروقي لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دې تاريخي معاهده کښې د قطر حکومت په بلنه خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاکستان د وفد نمائندګي کړي وه
بيان ترمخه دوحه معاهدې د افغانستان د مسئلې سياسي حل په حواله د پاکستان موقف صيحيح ثابت کړيدے او دا چې امن لوظنامه به افغانستان کښې د پائيدار امن بحالۍ په طرف اهم پرمختګ وګرځي
عائشه فاروقي په بيان کښې اميد څرګند شوېدے چې دوحه معاهده لاس ليک وروستو به د انټرا افغان مذاکراتو آغاز ممکن شي او ټول افغانان به د خپل هيواد امن او استحکام لپاره يو سياسي تګ لاره وټاکي