افغان جنګ خاتمے اميد، امريکې او طالبانو ترمينځه سولې تړون لاس ليک شو

اتلس مياشتو مذاکراتو دوران امريکه او طالبان افغان جهګړې ته د پائې ټکې کيښودو ته رضا شوي،دوحه مذاکراتو کاميابۍ کښې قطر او پاکستان هم اهم کردار لوبولي دے،بين الافغاني مذاکراتو ته هم لاره هواره شوے

29 فرورۍ به د افغانستان په تاريخ کښې د يو بل اهمې ورځې په حيث تل ياد ساتلي شي، کال دوه زره يوه نه د ترهه ګرۍ خلاف کوم جنګ چې د افغانستان په خاوره شروع کړي شوي وو د هغې د خاتمے وخت رانيزدي شوېدے،د قطر او پاکستان حکومتونو په کوششونو او د سهولت کارۍ کردار په رڼا کښې د جنګ په ميدان د يوبل د وينو تګي نن د قطر پلازمينه دوحه په شيراټن هوټل کښې يو بل ته ورترغاړه وتل،د افغانستان د مستقبل په حواله چې دوحه مذاکراتو نه افغان اولس کوم اميدونه تړلي وو هغه پورا شول او د اتلس مياشتو اوږدو مذاکراتو وروستو د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې تړون لاس ليک شو

په دې تاريخي معاهدې د امريکې خصوصي استاذي زلمي خليل زاد او د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاس ليک وکړو،او دې يادګاري دستوره کښې د امريکې او پاکستان د خارجه وزيرانو نه علاوه د ديرشو نه سيوا ملکونو د خارجه امورو چارواکو او متحده قامونو په ګډون د نړي وال نورو تنظيمونو نمائندګانو ګډون کړي وو

د سولې تړون لاس ليک دستورې ته د وينا په مهال د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو افغان مفاهمتي عمل کښې مرسته کولو باندې د قطر د حکومت شکريه ادا کړه او وئې وئيل چې دا ننې تاريخي دستوره به د افغانستان د پائيدار امن د بحالۍ سبب وګرځي

مائيک پومپيو وينا ترمخه امريکې او طالبانو ډير کلونه په جهګړه کښې تير کړل او زيانونه ئې هم وزغمل او ټينګار ئې وکړو چې دوحه لوظنامه به افغانستان کښې د تل پاتې سولې او امن په قيام کښې ګټه ور کردار ولوبوي

دغه رنګ د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د سولې د دې لوظنامې هرکلي کړې او وئيلې ئې دي چې د سولې دا تړون د ټولو فريقينو په ګټه کښې دے او په دې تاريخې معاهده ټول افغان اولس ته مبارکي وايو

ملا عبدالغني برادر د سولې عمل په حواله د پاکستان د کوششونو ذکر هم وکړو او پاکستاني حکومت پشمول افغان مفاهمتي عمل کښې مرسته کونکي د نورو هيوادونو شکريه ئې ادا کړه

د قطر خارجه وزيرشيخ محمد بن عبدالرحمان په دې موقع خپله وينا کښې ووئيل چې فريقينو ترمينځه د سولې دا تړون افغان جنګ د خاتمے په طرف وړومبې ګام دے او نړي والۍ ورورلۍ نه ئې مطالبه کړېده چې د افغانستان امن او استحکام په حواله ټول شريک کوششونه وکړي

د سولي تړون مهم ټکي

د امريکې او طالبانو ترمينځه لاس ليک شوي د سولې توافقانې متن په څلورو صفحو مشتمل دے او دا څلور برخي لري

د وړومبې موافقې ترمخه افغانستان کښې به داسي يو ماحول جوړولي شي چې آئنده لپاره د افغانستان خاوره به د امريکې يا بل هيڅ يو هيواد خلاف نه استعماليږي

د افغانستان نه د ټولو بهرملکي پوځيانو انخلا لپاره ضمانتونه، د میکانیزمونو پیاوړتیا او اعلان د دې تړون دوئمه برخه ده

 

د سولې تړون د دريمې برخې مطابق امريکه به طالبان د اسلامي امارت يا يو دولت په حيث نه پيژني بلکه طالبان به ئې ګني او د لوظنامې ترمخه طالبان د دې خبرې پابند ګرځولي شويدي چې د راتلونکې مياشتې لسمه نيټې نه به بين الافغاني مذاکرات شروع کوي

د سولې تړون په آخرنې برخه کښې ليکلي شويدي چې بين الافغاني مذاکراتو کښې به د مستقل جنګ بندۍ په معامله خبرې به د ايجنډې په برخه کښې شامل وي او دواړه فريقين به ئې په ميکانيزم خبرې کوي

د سولې تړون شرائطو ترمخه امريکه به 135 ورځو کښې د خپلو پوځيانو شميره 8400 ته راکموي او پنځه نظامي اډې به خالي کوي او باقي پوځيان به نورو نهه مياشتو کښې خپله انخلا کوي

معاهده کښې د قيديانو تبادله باندې هم فيصله شويده چې ترمخه به ئې افغان دولت او امريکه د طالبانو 500 قيديان خوشي کوي او په جواب کښې طالبانو سره جيلونو کښې بند زر قيديان خوشي کيږي

دې نه علاوه امريکه به د دې معاهدې د پاسدارۍ په رڼا کښې د طلبانو په مشرانو او  نورو غړو لګولي شوي بنديزونه لرې کوي او په طالبانو د متحده قامونو لخوا لګولي شوي بنديزونه د ختمولو لپاره به کوششونه هم کوي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.