افغان جهګړه ختمولو لوظ مې پورا کړو،طالبان دې هم خپلې ژمني عملي کړي، ټرمپ

سولې تړون افغانستان کښې مستقل امن بحالۍ په لور مهم ګام دے امريکه غواړي چې آئنده لپاره افغان خاوره باندې هيڅ يو ترهه ګر ډله وجود ونه لري،د امريکني صدر بيان

صدر ډونلډټرمپ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې امريکه د نائن اليون واقعاتو ذمه وار کسانو او ترهه ګر ډلو د خاتمے لپاره 19 کاله  مخکښې افغانستان ته راغلي وه او خپل مقصد ئې هم ترلاسه کړېدے

بيان کښې صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې تير اليکشن مهم دوران هغه امريکني اولس سره لوظ کړي وو چې خپل دور اقتدار دوران به افغان جنګ ختموي او هلته ميشته پوځيان به واپس رابللي نن ئې خپله دا وعده پورا کړېده

د صدر ټرمپ بيان ترمخه دوحه امن لوظنامه به د افغانستان امن بحالۍ سبب وګرځي بايد چې ټول افغانان دې د سولې د دې موقعې نه ګټه پورته کړي

امريکني صدر افغان جنګ دوران د امريکې او بهرملکي پوځيانوهلې ځلي ستائيلي او دې جنګ دوران وژلي شوي پوځيانو ته ئې د عقيدت پيرزونې وړاندي کړيدي

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې امريکه د داعش او القاعده پشمول نور ترهه ګر ډلو نه پاک افغانستان ليدل غواړي اوس دا د افغانانو ذمه واري ده چې خپل هيواد کښې پائيدار امن بحالۍ او د خپل روښانه سباؤن په حواله دوي څه کردار ادا کولې شي

بيان کښې صدر ټرمپ د افغانستان د بدامنۍ ذمه وارې په طالبانو وراچولي ده او وئيلي ئې دي که چرې طالبانو د دوحه مذاکراتو معاهدې پاسداري وکړه او امريکه ډاډه شي چې د افغانستان خاوره آئنده لپاره د بل ملک خلاف نه استعماليږي نود افغانستان نه د امريکني پوځيانو انخلا ته به هم لاره هواره شي

دوحه لوظنامې وروستو امريکني پوځ کردار

د امريکې او طالبانو ترمينځه دوحه امن لوظنامې ترمخه به امريکه په مرحله وار توګه د افغانستان نه خپل پوځيان واپس رابلي او قوي امکان دے چې تر راتلونکي نهه مياشتو پورې د افغانستان نه ځني امريکائي سرتيري واپسي وکړي

دا مهال په افغانستان کښې د امريکې خواؤ شا ديارلس زره پوځيان ميشته دي چې پکښې زياتره د افغان سيکيورټي فورسز د تربيت ذمه وارۍ ترسره کوي او واشنګټن انتظاميه منصوبه لري چې طالبانو سره امن لوظنامې وروستو شپږ زره پورې پوځيان خپل کور ته واپس راوبلي

د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين څو وارې خپل بيانونو او نړي وال رسنيو سره مرکو دوران وئيلي دي چې د دوحه معاهدې مطابق به د افغانستان نه د امريکې ټول پوځيان واپسي کوي ولې بل لوري صدر ټرمپ وضاحت کړېدے چې امريکه به افغانستان کښې خپل ځني پوځيان او اډې وساتي او دا ګام د امريکني اولس د تحفظ او افغانستان کښې تير نولس کالو جنګ دوران ترلاسه کړي شوي کاميابو او مفاداتو لپاره ضروري هم دے چې امريکه په څه نه څه طريقه افغانستان کښې خپله موجودګي ولري

کال دوه زره يو نه تر دې دمه افغانستان کښې د امريکې 2400 نه سيوا پوځيان وژلي شويدي او کال دوه زره لسم د امريکني پوځيانو لپاره زيات خونړۍ کال وو چې پکښې د طالبانو بريدونو او بمي چاودنو په نتيجه کښې څلور سوه اته نوي پوځيان وژلي شوي وو

 

 

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.