امريکې او طالبانو ترمينځ سولې لوظنامې تيارۍ، پاکستان هم دې تاريخي دستوره کښې ګډون کوي

قطر حکومت لخوا خارجه وزير شاه محمود قريشي ته دوحه ښار کښې د خالي په ورځ کيدونکې دستوره کښې د ګډون بلنه ورکړي شوېده

افغانستان کښې تيرڅلور لسيزو راهسې جاري بدامني د خاتمے په درشل،د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې په حواله تاريخي لوظنامه لاس ليک ته د شمير يو څو ورځې پاتې شويدي

دواړه فريقينو ترمينځه د اتلس مياشتو مذاکرات او پرله پسې د مذاکراتو يوؤلس مرحلے کولو وروستو د افغان جنګ دواړه فريق اوس دې ته اړ شويدي چې دا کشاله دې په څه نه څه طريقه حل کړې شي چې دغه رنګ امريکه هم د خپل تاريخ د ټولو لوئي جنګ د شکنجے نه آزاده شي او تير نورلس کالو راهسې افغان جنګ کښې بوخت خپل عسکر بيرته خپل کور ته راوبلي

د قطر په پلازمينه دوحا کښې کيدونکې دې تاريخي دستورې لپاره ټولې تيارۍ مکمل دي او د خالي په ورځ به امريکه او طالبانو ترمينځه د سولې هغه تړون لاس ليک شي کوم ته ټول افغان اولس ډير بے تابې سره په انتظار دي

تيره ورځ خپل يو بيان کښې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې هغه به په شخصي توګه طالبانو سره د سولې لوظنامه لاس ليک کوي،صدر ټرمپ چې د بهارت په دوره دے نولي کښې خبريالانو سره خبرو په مهال وئيلي دي چې افغانستان کښې د امريکني پوځ شميره 8600 ته راکموو

د هغه وينا وه که چرې طالبانو د سولې د معاهدې خلاف ورزي وکړه او يا دوباره د امريکې خلاف ترهه ګرۍ لپاره د افغانستان خاوره استعمال شوه نو امريکه به هم په جواب کښې سخت ردعمل ښائي

د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين بيان ترمخه د خالي په ورځ دوحه کښې لاس ليک کيدونکې د سولې تړون دستوره کښې به د شپږويشت ملکونو وزيران،د ناټو،اسلامي تعاون تنظيم،سارک ،متحده قامونو او د نورو نړي وال تنظيمونو نمائندګان ګډون کوي

پاکستان ته د ګډون بلنه

دوحه تاريخي دستوره کښې قطر حکومت پاکستان ته هم باضابطه د ګډون بلنه ورکړېده، دې سلسله کښې پاکستان لپاره د قطر سفير صقر بن مبارک د خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات کړېدي

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دواړو مشرانو د افغانستان په موجوده امنيتي صورتحال او سولې عمل په حواله روان کوششونو په معامله خبرې اترې کړيدي

د قطر سفير سره خبرو په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاکستان او قطر افغان مفاهمتي عمل کښې اهم کردار ادا کړېدے

د هغه وينا وه چې پاکستان د امريکې او طالبانو ترمينځه د سولې معاهدې هرکلي کوي او اميد دے چې دوحه معاهده لاس ليک کيدو سمدستي وروستو به بين الافغاني مذاکرات هم شروع شي

خارجه وزير شاه محمود قريشي زياته کړه چې پاکستان هميشه دا موقف خپل کړي وو چې د افغانستان کشاله د طاقت د استعمال د لارې نه حل کيږي بلکه د دې مسئلې پائيدار او مستقل حل لپاره بايد چې د جنګ ټول فريقينو ترمينځه مذاکرات وشي او ټولۍ نړۍ د پاکستان دا موقف تسليم کړې هم دے

شاه محمود قريشي دوحه لوظنامې دستوره کښې د ګډون بلنه ورکولو باندې د قطر د ډپټي وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان شکريه ادا کړه او د قطر د دورې بلنه ئې قبول کړېده

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.