اشرف غني د ملک نوې اولسمشر نه منو،د افغانستان سياسي مشرانو فيصله

مختلفو سياسي ګوندونو مشرانو صدارتي ټاکنو حتمي نتيجه مسترد کړې، په ټولو پارټو مشتعمل حکومت د جوړولو مطالبه ئې کړيده،د سياسي بحران خاتمے لپاره زلمي خليل زاد هم ميدان ته راوتې او اهمو سياسي شخصياتو سره ئې ملاقاتونه کړيدي

افغانستان کښې سياسي بحران ورځ تر بله نور په سيوا کيدے دے او درې ورځو دوران د مختلفو سياسي ګوندونو ترمينځه دوه اجلاسونه شويدي چې پکښې موجوده سياسي صورتحال په حواله اهمې فيصلي شويدي

هم دې سلسله کښې د ګلبدين حکمتيار په کور کښې د سياسي مشرانو اجلاس شوېدي چې پکښې پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ،ډاکټر عبدالله عبدالله،ګلبدين حکمتيار،صلاح الدين رباني،حاجي محمد محقق،باتور دوستم،انوارالحق احدي او کريم خليلي ګډون کړي وو

اجلاس دوران د ټاکنو خپلواکه کميشن له طرف د صدارتي اليکشن حتمي نتيجے وروستو پيدا شوي صورتحال باندې تفصيلي غور شوېدے او ټولو مشرانو په متفقه توګه د اليکشن کميشن دغه فيصله مسترد کړېده

دغه رنګ اجلاس کښې د آئنده لپاره سياسي تګ لاره خپلولو په معامله هم د خيالاتو بدلون شوېدے

د اجلاس ورستو جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د صدارتي اليکشن د نتائجو اعلان د افغانستان د قانون خلاف جاري شويدي او افغان اولس دا فيصله نه مني

اعلاميې ترمخه د اجلاس ګډون والو د موجوده بحران د ختمولو او قامي يو والې پيدا کولو لپاره ټولو سياسي ګوندونو باندې مشتمل حکومت جوړولو مطالبه کړيده

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې سياسي مشرانوانديښنه څرګند کړېده چې  د صدارتي اليکشن نتيجے سره ملک کښې تاؤتريخوالي پيدا کيدې شي او د سولې عمل ته هم زيان رسيدو خطره ده بايد چې داسې يو مشترکه حکومت دې قائم کړې شي کوم چې اولس ته هم د منلو وي او هيواد کښې پائيدار سوله او امن قيام کښې مرسته هم وکړې شي

سياسي مشرانو د افغانستان اتحادي هيوادونو نه مطالبه کړېده چې د صدارتي اليکشن د دې نتائجو ملاټر کولو نه دي ډډه وکړي،هم په دې معامله خبرو لپاره پخوانې اولسمشر حامدکرزئۍ د پخواني جهادي کمانډر عبدالرب رسول سياف سره ملاقات کړېدے،دواړو مشرانو ترمينځه د هيواد موجوده سياسي او امنيتي صورتحال په معاملو خبرې شويدي

 

 

په بحران قابو موندو لپاره د امريکې کوششونه

د تحت کابل ترلاسه کولو لپاره د افغانستان سياسي مشرانو ترمينځه  اختلافاتو واشنګټن انتظاميه هم تشويش کښې اچولي ده ځکه چې دا سياسي بحران په داسې وخت رامخي ته شوېدے چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د سولې خبرې آخري مرحلو کښې دے او د امريکې په مطالبه طالبانو د يوې هفتې لپاره ملک کښې تاؤتريخوالې هم راکم کړېدے

                   په موجوده کړکيچ قابو موندو لپاره امريکني استاذې زلمې خليل په افغانستان کښې خپله ايسارتيا سيوا کړېده او دې سلسله کښې ئې نن د غرمې وروستو ئې کابل کښې اهم ملاقاتونه کړېدي،خليل زاد وړومبې د عبدالرشيد دوستم سره ملاقات کړېدے او دې ملاقات په مهال دواړو مشرانو د اولمشرۍ ټاکنو په سر راپيدا شوي لانجه باندې خبرې اترې کړېدے

وروستو زلمي خليل زاد پخواني خارجه وزير صلاح الدين رباني او ګل بدين حکمتيار سره هم  بيل بيل ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې د افغانستان په موجوده سياسي بحران او سولې په پروسه خبرې اترې کړېدي

امريکني استاذي زلمي خليل زاد د جمعے او د خالي په ورځ هم د افغانستان مختلفو سياسي مشرانو او پخواني جهادي کمانډرانو سره ملاقاتونه کړي وو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.