افغانستان کښې د مکمل جنګ بندۍ اعلان نه دې شوي،د طالبانو وضاحت

سولې معاهدې لاس ليک لپاره صرف په سيکيورټي اهلکارو،د دوي په مرکزونواو سرکاري ودانو بريدونه نه کولوفيصله شويده،زبيح الله مجاهد

د امريکې او طالبانو ترمينځه افغانستان کښې تاؤ تريخوالې راکمولو لوظنامې  په دوئمه ورځ هم  د هيواد په زياتره سيمو کښې امنيتي صورتحال ښه دے او د ښارونو په لويو لويو کاروباري مرکزونو او بازارونو کښې د خلکو ګڼه ګوڼه سيوا شويده

د عارضي جنګ بندۍ اولنې ورځ د افغانستان مختلفو ولايتونو کښې د خوشحالۍ ورځې په حيث نمانځلې شوېده او کابل پشمول په نورو سيمو کښې ګڼ شمير اولس په سړکونو خوشحالۍ نمانځلي او اټنونه ئې کړېدي

د افغانستان مختلفو خبري ادارو ترمخه د جنګ بندۍ په  وړومبې ورځ هم د هيواد مختلفو سيمو کښې د طالبانو حملے جاري وي،هلمند،بادغيس، کاپيسا،اورزګان،فرياب،بلخ،پکتيکا او بغلان ولايتونو کښې د سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځه د نښتو اطلاعات ترلاسه شوي وو

د افغانستان وزير دفاع اسدالله خالد هم تصديق کړې چې د خالي په ورځ د هيواد په مختلفو برخو کښې محدود بريدونه شويدي ولې په مجموعي توګه دغه ورځ د  نورو ورځو په نسبت پرامن تيره شويده

بلخوا د طالبانو ترجمان زبيح الله مجاهد لخوا په ټوئټر جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې افغانستان کښې جنګ بندي عام نه ده

بيان کښې وضاحت شوېدے چې د سولې معاهدې لاس ليک لپاره مناسب ماحول جوړولو په غرض طالبانو تشدد کښې د کمې فيصله کړېده ولې د عام  جنګ بندۍ اعلان ئې نه دې کړے

خپل بيان کښې زبيح الله مجاهد زياته کړېده د ټولو ولايتونو په مرکزونو،د افغان پوځ په اډو،ميټنګونو او بهرملکي پوځيانو باندې به حملے نه کيږي ولې د دې نه علاوه د طالبانوڅه قسمه  حملے  يا ډزې  به د سولې د لوظنامې خلاف ورزې په زمره کښې نه راځي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.