افغانستان کښې جنګ بندي عملي،اولسمشر په طالبانوبريدونه نه کولو امر کړے

د طالبانومشر په جنګيالو غږ کړې چې هفتې لپاره جنګ بندۍ په لوظنامه دې عمل درآمد يقيني کړي

امريکې او طالبانو ترمينځه سولې لوظنامې مطابق په افغانستان کښې د يوې هفتې لپاره په عارضي توګه جنګ بندۍ باندې عمل درآمد شورو شويدي

ملک کښې جنګ بندي عملي کيدو په مناسبت قام ته خپله وينا کښې اولسمشر اشرف غني د طالبانو لخوا تشدد کښې کمي فيصله ستائيلي ده او مستقل جنګ بندۍ او سولې په طرف ئې دا مهم ګام بللے دے

خپله وينا کښې افغان اولسمشر په سيکيورټي فورسز غږ کړېدے  چې د جنګ بندۍ د معاهدې په موده بايدچې په مختاط توګه عمل اوشي

 

اشرف غني افغان سيکيورټي فورسز ته دا هدايت هم کړېدے چې د طالبانو نه علاوه دې د داعش ،القاعده او نور ترهه ګر تنظيمونو خلاف خپل عمليات جاري وساتي

خپله وينا کښې افغان اولسمشر دا هم وئيلي دي چې تشدد کښې د کمي په حواله دا هفته ډيره مهمه ده ،چې اوس د سولې لپاره زمینه برابر شوېده نو بايد چې د دې موقعې نه فائده هم پورته کړې شي

افغان اولسمشر زياته کړه چې يوې هفتې دوران به افغان سيکيورټي فورسزد ملک امنيتي وضعيت په جدي توګه څاري او د دې وروستو به نور اقدامات پورته کولې شي

طالب جنګيالو ته د مشرانو هدايات

د طالبانو ترجمان زبيح الله مجاهد لخوا هم د عارضي جنګ بندۍ په حواله خپل جنګيالو ته خصوصي هدايات جاري کړي شويدي

په ټوئټر جاري کړي شوي هداياتو کښې په ټولو جنګيالو غږ شوېدے چې دوحه مذاکراتو په رڼا کښې د يوې هفتې پورې تشدد کښې د کمي په حواله په فيصله مکمل عمل درآمد يقيني کړي

دغه رنګ جنګيالو ته دا هدايات هم شويدي چې د جنګ بندۍ مودې دوران دې وسله وال هغه سيمې خالي نه پريږدي کومې چې د دوي په ولقه کښې دي

د زبيح الله مجاهد په بيان کښې زياته کړي شويده چې امريکې سره شوي لوظ باندې عمل کول او تشدد کښې کمي په حواله خپله وعده پورا کول په ټولو جنګيالو واجب دي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.