پيښور سي ټي ډي کارروائي، پنځه دهشت ګرد وژلي شويدي

وژلي شوي کسانو تعلق د کالعدم تنظيم سره وو،پيښور ښار او نورو ضلعو کښې ئې د ترهه ګرۍ منصوبه تياره کړې وه کومه چې په وخت ناکامه کړې شويده،سي ټي ډي

د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارے (سي ټي ډي) لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې سيکيورټي فورسز پيښور ښار او د صوبے نورې ضلعي د ترهه ګرۍ د لوئې منصوبے نه بچ کړيدي

بيان ترمخه پيښور ښار ته  د ترهه ګرود راتګ په اطلاع سي ټي ډي اهلکارو د ريګي تهاڼې په غر شير روډ کارروائي کړي او پنځه دهشت ګرد ئې وژلي دي

بيان کښې زياته کړي شويده چې وژلي شوي دهشت ګرو کښې نياز علي،عدنان،عزيزالله،جميل او منان شامل دي

سرچينو ترمخه د دې کسانو تعلق د  کالعدم تنظيم  طارق ګيدړ ډلې سره دے او دوي د افغانستان نه د خيبرضلعې د غرونو د لارې پيښور ښار ته داخل شوي وو

 

د وژلي شوي شرخوښو د قبضے نه دوه خود کش جيکټې،دوه لاسي بمونه،دوه تمانچے،درې ايم جيز او يو وائرلس برآمد شوېدے

سي ټي ډي چارواکو وينا ترمخه د آپريشن دوران ځني ترهه ګر په تيښته کښې هم بريالي شويدي او د دې پيښې وروستو سيکيورټي فورسز خواؤ شا سيمو کښې سرچ آپريشن کړې او د پيښور ښار سيکيورټي نوره هم سخته کړې شوېده

پوليس اهلکارو د وژلي شوي ترهه ګرو شناخت هم په ډاګه کړېدے چې پکښې د يو تعلق د درګۍ سره او د يو تعلق بره دير سره دے

دغه رنګ يو ترهه ګر د پيښور بډهنې سيمې اوسيدونکې وو او د بل تعلق د لنډي کوتل سره دے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.