افغان جنګ د خاتمے په ډکر،امريکې او طالبانو ترمينځ امن لوظنامه په 29 فرورۍ لاس ليک کيږي

افغانستان کښې تشدد کښې کمې راوستل د سولې په طرف اهم ګام دے امن لوظنامه لاس ليک کيدو وروستو به بين الافغاني مذاکرات هم شورو شي،امريکې خارجه وزير،د لوظنامے ترمخه به افغانستان نه ټول بهرملکي پوځيان انخلا کوي او دا خاوره به آئنده لپاره د هيڅ ملک خلاف نه استعماليږي،سهيل شاهين

افغانستان کښې تيرڅلور لسيزو راهسې روانه بدامني د ختميدو اميد پيدا شوېدے او د امريکې او طالبانو ترمينځه خواؤ شا اتلس مياشتو راهسې جاري مذاکرات تاريخې پړاؤ کښې داخل شوېدے او دواړو فريقينو لخوا د سولې لوظنامې د لاس ليک د نيټې اعلان هم شوېدے

د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې طالبانو سره افغانستان کښې د تشدد کموالي په حواله معاهدې ته رسيدلي يو او د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نيټه به د سولې تړون لاس ليک شي

خپل بيان کښې مائيک پومپيو وئيلي دي چې تاؤ تريخوالې کښې کمي راوستل د دوحه مذاکراتو اهمه کاميابي ده او وخت راغلے دے چې افغانستان کښې امن بحاليدو دې موقعې نه دې ټول افغانان ګټه پورته کړي

د امريکې خارجه وزير خپل بيان کښې طالبانو سره تير اتلس مياشتو راهسې جاري مذاکراتو ذکر کړي او وئيلې ئې دي چې د دې اوږدې مودې خبرو اترو مختلفو مرحلو دوران په افغانستان کښې د تشدد د ختمولو،د بهرملکي پوځيانو شميره کمولو او افغان خاوره مستقبل کښې بيا د ترهه ګرۍ لپاره نه استعماليدو په موضوعات دواړو فريقينو ترمينځه خبرې شوي او خپل خپل نظرونه د يوبل سره شريک کړي شوي وو

مائيک پومپيو په بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې د زلمي خليل زاد په مشرۍ کښې د امريکې مذاکراتي ټيم د افغان دولت سره د صلاح مشورو نه پس طالبانو سره داسې معاهده کړې چې ترمخه به ئې په افغانستان کښې تاؤ تريخوالې ختم شي او که چرې طالبانو د خپل لوظ مطابق يوه  هفته کښې تشدد کښې کمي په حواله خپله فيصله باندې عمل درآمد وکړو نو د سولې لوظنامه به ورسره په 29 فرورۍ لاس ليک شي

د مائيک پومپيو په بيان کښې زياته کړي شويده چې طالبانو سره د سولې تړون لاس ليک کيدو سمدستي وروستو به بين الافغاني مذاکرات شورو شي چې پکښې به مستقل جنګ بندۍ په حواله افغانان په خپل مينځ کښې د خبرو سلسله شورو کړي او پائيدار سولې هم دې صورت کښې راتلي شي چې ټول افغانان په دې معامله خپلو کښې هم خيال شي

د طالبانو قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې د امريکې او طالبانو مذاکراتي ټيمونو ترمينځه د اوږدې مودې مذاکراتو وروستو سولې معاهده مکمل شوېده چې به  پرې دوحه کښې لاس ليک کيږي

سهيل شاهين سولې مذاکراتو کښې مرسته کولو باندې د قطر حکومت او نورو هيوادونو مننه کړيده او وئيلې ئې دې چې امريکې سره په 29 فرورۍ لاس ليک کيدونکې دې تاريخي معاهدې په دستوره کښې به د ګڼ شمير ملکونو او نړي والې ټولنو نمائندګان د شاهدانو په حيث ګډون کوي

د سهيل شاهين بيان ترمخه د دوحه مذاکراتو د فيصلو په رڼا کښې به افغانستان نه ټول بهرملکي پوځيان انخلا کوي او اشغال به ختميږي،دغه رنګ آئنده لپاره به هيچا ته هم دا اجازت نه وي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف استعمال شي

د سولې ممکنه تړون هرکلې

افغان دولت د طالبانو او امريکې ترمينځه د سولې تړون د لاس ليک نيټې د اعلان هرکلې کړې او هيواد کښې روان بدامنې خاتمے په لور ئې دا اهم پرمختګ بللې دے

د صدارتي دفتر ترجمان صديق صديقي لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې امريکني استاذي زلمي خليل زاد کابل کښې د اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې طالبانو سره شوي عارضي جنګ بندۍ په معاهده او د دې وروستو په صورتحال خبرې کړېدي

دې ملاقات کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه راتلونکې هفته د سولې تړون لاس ليک په معاهده هم د خيالاتو بدلون شوېدے،ملاقات کښې امريکني سفير راس ويلسن،د ناټو پوځ کمانډر سکاټ ملر،د افغانستان مرستيال اولسمشر امرالله صالح،د  ملي امنيت صلاح کار حمدالله محب او د سولې محکمې وزير سلام رحيمي هم موجود وو

د افغانستان د امنيت شورا ترجمان جاويد فيصل بيان ترمخه افغان دولت د سولې پلان عملي کولو لپاره ټولې تيارې مکمل کړېدے او امکان ئې څرګند کړېدے چې طالبانو لخوا د يوې هفتې لپاره تشدد کښې د کمي فيصله به د مستقل جنګ بندۍ په فيصله کښې بدله شي او ډير زر به ټول افغانستان کښې امن و امان په ځائې شي

د ناټو جنرل سيکټري ينس سټولټنبرګ هم په افغانستان کښې تشدد کښې د کمي هرکلي کړے او د پائيدار سولې او امن قيام په طرف ئې دا اهم پرمختګ ګرځولې دے

د ناټو جنرل سيکټري په بيان کښې وئيلي شويدي چې طالبان تشدد کښې د کمي په حواله خپل لوظ کښې څومره مخلصه دي دا به يو څو ورځو کښې واضحه شي او که چرې په دې فيصله متعلقه فريق عمل درآمد يقيني کړو نو دا به د افغان امن قيام لپاره يو لوئې زيرې ثابت شي او بين الافغاني مذاکراتو کښې به مکمل جنګ بندي او پائيدار سولې ته هم لاره هواره شي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.