افغان سولې عمل په صحيح لار روان دے ډير زر به د مستقل جنګ بندۍ زيرې هم ترلاسه شي،وزيراعظم

افغان جنګ کښې ښکيل دواړه فريقين روغې جوړې ته مخلصه دي امکان دے چې ډير زر به امن لوظنامه هم لاس ليک شي،عمران خان

افغانستان په حواله دا څرګندونې وزيراعظم عمران خان د بيلجيئم يو ټي وي چينل له ورکړي شوې مرکې دوران کړېدي

د وزيراعظم وينا وه چې د افغانستان په تاريخ کښې په وړومبې ځل د سولې په حواله مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوېدے او امن بحالۍ په حواله د طالبانو او امريکې خبرې اترې په صحيح لار روانې دي

د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې واشنګټن انتظاميې ته هم احساس شوېدے چې افغان کشاله صرف او صرف د مذاکراتو د لارې حل کيدې شي،امريکه غواړي چې باقي دې په افغانستان کښې امن په ځائې شي او طالبانو سره ئې د خبرو سلسله شورو کړېده په جواب کښې طالبانو هم د امريکې د دې وړانديز مثبت رد عمل ښودلې دے

وزيراعظم زياته کړه چې د دوحه مذاکراتو ګټه ور نتيجے رابرسيره کيدل شورو شويدي راتلونکي مرحله کښې به دواړه فريقينو ترمينځه جنګ بندي اوشي او امکان دے چې تشدد کښې د کمي وروستو به دواړو فريقينو ترمينځه امن لوظنامه هم لاس ليک شي

بهرملکي خبري ادارے سره د وزيراعظم عمران خان انټريو د امريکې او طالبانو ترمينځه تشدد کښې د کمي په فيصله عمل درآمد شروع کيدو نه يو څو ګهنټې مخکښې خپره شويده،دوحه مذاکراتو ترمخه د امريکې او طالبانو ترمينځه اووه ورځو لپاره تشدد کښې د کمي په فيصله د خالي د ورځې نه مکمل عمل درآمد شورو کيږي

تشدد کښې کمي فيصلے مطابق طالبان به يوې هفتے لپاره ناټو او افغان فورسز باندې خپلې حملے بند وي او دغه رنګ په لويو ښارونو کښې به دوي حملے نه کوي

د انټريو په مهال وزيراعظم عمران خان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان په قربانو او د دې ناسور د خاتمے لپاره حکومتي کوششونو ذکر هم وکړو او وئې وئيل چې د نائن اليون واقعاتو وروستو د ترهه ګرۍ خلاف شورو کړي شوي جنګ کښې پاکستان ته هم ډير ځاني او مالي زيان رسيدلے دے ولې اوس پاکستان يو محفوظ ملک جوړ شوېدے

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.