اشرف غني دوئم ځل لپاره افغان اولسمشر منتخب،ډاکټر عبدالله عبدالله نتائج رد کړې خپل حکومت جوړولو اعلان ئې کړې

اٖفغان ټاکنو کميشن اعلان ترمخه اشرف غني 50٫64 فيصده ووټونه اخستو سره د دوئم ځل لپاره اولسمشر منتخب شوېدے د هغه مخالف کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله 39٫52 فيصده ووټونه ترلاسه کړېدي

د افغانستان ټاکنو خپلواکه کميشن مشرې حوا عالم نورستاني د نهې په ورځ د افغان اولسمشرۍ د ټاکنو حتمي نتائجو اعلان وکړو او موجوده اولسمشر اشرف غني ئې دوئم ځل لپاره د هيواد نوې اولسمشر منتخب کيدو اعلان وکړو

د اليکشن کميشن مشرې وينا ترمخه د تير کال په اتويشتم ستمبر شوي صدارتي اليکشن کښې 1823948 ووټونه صحيح ګرځولي شوي او د دې ووټونو شميرې مطابق اشرف غني د صدارتي زغل دا مقابله ګټلے ده

حوا عالم نورستاني اعلان ترمخه اشرف غني په مجموعي توګه نهه لاکه دريويشت زره پنځه سوه دوه نوي ووټونه اخستي کوم چې د ټولو ووټونو دوه پنځوس اعشاريه شپږ څلور فيصدي جوړيږي او د افغانستان اساسي قانون مطابق هغه دا ټاکنې ګټلي دي

          د ټاکنو د  کميشن نتائجو ترمخه چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله په حق کښې اووه لاکه شل زره اته سوه يو څلويښت ووټونه پول شويدي او هغه په مجموعي توګه نهه ديرش اعشاريه دوه پنځوس فيصده ووټونه ترلاسه کړېدي

انجنئيرګلبدين حکمتيار په دې ټاکنو کښې اويا زره دوه سوه يو څلويښت او رحمت الله نبيل دري ديرش زره نهه سوه نولس ووټونه اخستو کښې بريالي شويدي

دغه رنګ نورو اميدوارونو کښې نور الله جليلي 15519،لطيف پدرام 12608،عنايت الله حفيظ 11275، محمد حکيم تورسن65000، ولي مسعود 3942،شهاب حکيمي 3318، فاروق بجرابي 1606 او نور رحمان ليوال 855 ووټونه اخستي دي

د تير کال دويشتم دسمبر باندې د ټاکنو خپلواکه کميشن د صدارتي ټاکنو د ابتدائي نتائجو اعلان کړې وو او اشرف غني ئې کامياب اميدوار ګرځولي وو ،دغه رنګ اليکشن کميشن ټولو اميدوارانو له موقع ورکړې وه چې صدارتي ټاکنو او د دې نتائجو په حواله دې خپل اعتراضات او شکايتونه د ټاکنو د شکايتونو  کميشن سره جمع کړي

ډاکټر عبدالله عبدالله پشمول نورو اميدوارانو دې اليکشن کښې د درغلۍ تورونه لګولي وو او دريز ئې خپل کړې وو چې د ټاکنو کميشن د بائيو ميټرک نه بغير پول شوي خواؤ شا درې لکه ووټونه هم  په شميره کښې راوستي دي او په دې حواله ئې د شکايتونو کميشن کښې درخواستونه جمع کړې وو

د شکايتونو کميشن د احکاماتو په رڼا کښې د ټاکنو خپلواکه کميشن په نهه ولايتونو کښې د ووټونو شميره دوباره وکړه او د هغې وروستو ئي د صدارتي اليکشن د حتمي نتائجو اعلان وکړو

بلخوا ډاکټر عبدالله عبدالله دا نتائج مسترد کړېدي او وئيلي ئې دي چې د اليکشن کميشن لخوا مسترد شوي ووټونه شميرل په دې ټاکنو کښې ښکاره درغلي ده او د هغه ګوند د اليکشن کميشن دا فيصله په هيڅ صورت کښې نه مني

د ټاکنو د نتائجو وروستو هنګامي پريس کانفرنس ته وينا په وخت ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي دي چې د ټاکنو د خپلواکه کميشن فيصله غيرقانوني ده دا اليکشن هغه ګټلے دے او د ټولو سياسي جوماتونو په مرسته به هغه خپل حکومت جوړه وي

افغانستان کښې بيا سياسي بحران ګنګوسې

د ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو اميدوارانو لخوا د اليکشن کميشن نتائج نه منلو او د خپل مرضې حکومت د  جوړولو ګواښونو وروستو افغانستان کښې يو وارې بيا سياسي بحران رامخې ته کيدو انديښنه پيدا شويده

په ممکنه توګه د اشرف غني خلاف متوازي حکومت جوړولو لپاره تقريبا ټولې سياسي پارټۍ خپلو کښې يو شويدي او تيره هفته هم خپل يو بيان کښې عبدالرشيد دوستم اعلان کړي وو که چرې د ټاکنو خپلواکه کميشن حتمي نتائجو کښې اشرف غني د ملک نوې صدر اعلان کړو نو دوي به د دې فيصلے خلاف سخت ردعمل ښائي او کابل کښې به د اشرف غني په مقابله کښې حکومت جوړ وي

ګلبدين حکمتيار،رحمت الله نبيل او نور صدارتي اميدواران هم د ډاکټر عبدالله عبدالله هم خيال ملګري جوړ شويدي او دوي څو وارې مخلوط حکومت جوړولو په حواله ميټنګونه هم کړېدي کوم چې راتلونکې وخت کښې اولسمشر اشرف غني حکومت لپاره لوئې مشکل جوړيدې شي

کال دوه زره څوارلسم کښې شوي صدارتي ټاکنو دوران هم ډاکټرعبدالله عبدالله د صدارتي نتائجو د منلو  نه انکار کړي وو او په افغانستان کښې د سياسي بحران د رامخې ته کيدو مخ نيوي لپاره د امريکې د هغه وخت خارجه وزير جان کيري په کوششونو دا بحران ختم شوي وو او اشرف غني ئې مجبوره کړو چې ډاکټرعبدالله عبدالله دې هم د حکومت برخه جوړه کړې شي او دغه رنګ د افغانستان په تاريخ کښې په وړومبې ځل حکومت کښې د چيف ايګزيکټيو څوکۍ معرفي شوه

افغانستان کښې سياسي بحران په داسې موقع رامخې ته شوېدے چې د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې مذاکرات هم حتمي پړاؤ کښې داخل شويدي او راتلونکي هفته کښې په افغانستان کښې اووه ورځو لپاره د تشدد د کمې په لوظ عمل درآمد هم شورو کيږي او داسې حالاتو کښې د افغانستان سياسي ګوندونو ترمينځ اختلافات د امريکې او طالبانو ترمينځه ممکنه امن معاهده باندې هم بداغيز پريباسلي شي قوي امکان دے چې دا ځل به هم امريکه د افغانستان سياسي بحران په ختمولو کښې په مداخلت کولو مجبوره شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.