پاکستان کښې د ترهه ګرو هيڅ ټهکانې نشته،افغان سوله د پاکستان مفاد لپاره هم ضروري ده،وزيراعظم

په پاک افغان پوله ازغن تارونه لګولو مقصد د ترهه ګرو تګ راتګ مخ نيوي کول دي،سخت مشکلاتو باوجود د افغان مهاجرينو ميلمستيا کوو، افغان مهاجرينو په حواله کانفرنس ته د عمران خان وينا

کانفرنس ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان تيرڅلور لسيزو راهسې د افغان مهاجرينو  کوربه توب کوي او اوس هم د 1400000 پورې رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کښې ديره دي

د هغه وينا وه چې د پاکستان خپل معاشې حالت هم ډير ښه نه دے ولې بيا هم د لاکهونو کډوالو په خپله خاوره ځائې کړېدي او افغان مهاجرو له پناه ورکونکې د نړۍ دوئم لوئې ملک دے

عمران خان دا هم وئيل چې پاکستان د خپل سلامتيا او خپلواکۍ د تحفظ لپاره په پاک افغان پوله د ازغن تارونو د لګولو منصوبه شورو کړېده ولې ترڅو چې پاکستان نه افغان کډوال په مکمله توګه خپل هيواد ته واپس نه وي تلي د ترهه ګرۍ د خاتمے مکمل ضمانت ورکول ناممکن دي

د تقرير دوران وزيراعظم عمران خان نائن اليون واقعاتو وروستو شورو شوي دهشت ګردې خلاف جنګ حواله هم ورکړه او وئې وئيل چې دا شل کاله پاکستاني اولس لپاره ډير مشکل وو سخت دريزې او دهشت ګردۍ پاکستان هم ډير متاثره کړو ولې د دې ناسور د خاتمے لپاره پاکستان خپل مقصدونو او کوششونو کښې تر ډير حده کامياب شوېدے او د خپلې خاورې نه ئې د ترهه ګرو ټولې ټهکانې ختمې کړېدي

وزيراعظم زياته کړه چې افغانستان کښې امن بحاليدل د پاکستان خپل مفاد لپاره هم ضروري دے ځکه چې د پرامن افغانستان د لارې د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځه تجارت وده موندلې شي او ټوله منطقه کښې به هم د څوکالۍ او ترقۍ لارې کهلاؤ شي

افغان مفاهمتي عمل په حواله وزيراعظم ووئيل چې د افغانستان د مسئلې پرامن حل لپاره پاکستاني حکومت او ټولې ادارے په يوه صفحه دي او پاکستاني اولس هم غواړي چې افغانستان کښې تشدد ختم شي او قلاري دې راشي هم دې مقصد لپاره د افغان سولې عمل ملاټر کوؤ او دا مو خواهش دې چې د خانه جنګۍ لوجې خپل ملک پريښودونکي افغان وګړي خپلو کورونو ته واپس لاړ شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.