سولې کاميابۍ ضمانت نه شو کولې ولې کوشش روان دے،زلمې خليل زاد

افغان اولسمشر اشرف غني سره مې طالبانو سره په ممکنه توګه کيدونکې امن لوظنامه باندې خبرې کړېدي، د افغانانو يو موټي کيدو د لارې سولې عمل کاميابيدې شي،زلمې خليل زاد

په ټوئټر ورکړې شوي بيان کښې زلمې خليل زاد وئيلي دي چې د جرمني په ميونخ ښار کښې ئې د افغان اولسمشر اشرف غني سره په دوئم ځل ملاقات شوېدے

بيان کښې وئيلي شوي چې افغان اولسمشر سره ئې تشدد کښې د کمي او سولې لوظنامې د تيارو په معامله خبرې اترې کړېدي

بيان کښې زلمي خليل زاد په ټولو افغانانو غږ کړېدې چې د څلورلسيزو راهسې په هيواد کښې خواره شوي بدامنۍ باندې د قابو موندو وخت راغلي دے بايد چې ټول افغانان دې د سولې راوستو لپاره يو موټي شي

 

دغه رنګ په بل يو ټوئټ کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې دوحه کښې طالبانو سره ګټه ور مذاکراتو وروستو هغه د جرمني ميونخ ښار کښې د ناټو او د نورو ملکونو د چارواکو سره ملاقاتونه کړېدي او د افغان سولې په معامله ئې ورسره صلاح مشورې کړېدي

خپل بيان کښې زلمي خليل زاد زياته کړېده چې د افغان سولې د  کاميابۍ ضمانت هيڅوک نه شي کولي ولې مونږ ټول د خپل وس مطابق کوشش کوؤ

د امريکې او طالبانو ترمينځه شوي امن لوظنامې ترمخه طالبان به د روانې مياشتې دويشتمه نيټې نه د يوې هفتې لپاره افغانستان کښې د مقامي او بهرملکي فورسز باندې خپل بريدونه بنده وي او د دې وروستو به امريکه  د افغانستان نه خپل پوځ په مرحله وار توګه واپس رابللو اعلان کولې شي

سرچينې وائي که چرې د واشنګټڼ انتظاميې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه عملې شوه نو اتلس مياشتو کښې به امريکني پوځيان د افغانستان نه واپس راوبللي شي

دغه رنګ طالبانو له به امريکې له باور ورکول وي چې د افغانستان خاوره به آئنده لپاره د امريکې يا د نورو هيوادونو خلاف د ترهه ګرۍ لپاره استعمال نه شي

د امريکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه لاس ليک کيدو وروستو به بين الافغاني مذاکراتو سلسله شورو کيږي چې پکښې به په مستقل توګه افغانستان کښې د جنګ بندۍ په معامله خبرې کيږي

 

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.