طالبانو سره امن لوظنامه هم دې مياشت کښې لاس ليک کيدې شي،صدر ټرمپ

امريکه او طالبان يوې هفتې لپاره تشدد کمولو فيصلے ته رسيدلي دي چې به ورسره افغانستان کښې امن بحال شي او بهرملکي پوځ به هم انخلا شورو کړې،مائيک پومپيو

د امريکې يو راډيو سره مرکې په وخت صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې طالبانو سره ښه تړون لاس ليک مرحلے ته نزدي شويدے

د هغه وينا وه چې امن معاهدې په رڼا کښې به افغانستان نه خپل پوځيان واپس رابلو ولې دا وضاحت ئې نه دې کړے چې امريکه افغانستان نه څومره پوځيانو انخلا منصوبه لري

د يوې پوښتنې په جواب کښې صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې طالبانو سره امن لوظنامه هم د دې مياشتې آخره پورې لاس ليک کيدې شي

افغانستان کښې دا مهال د امريکې خواؤ شا14000 پوځيان ميشته دي چې پکښې زياتره افغان سيکيورټي فورسز ته تربيت ورکولو ذمه وارې ترسره کوي او صدر ټرمپ منصوبه لري چې د دې پوځيانو شميره د اته زره پورې راکمه کړې شي

دغه رنګ د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو هم طالبانو سره مذاکراتو کښې د پرمختګ خبر ورکړې او وئيلي ئې دې چې د نورلس کلن جنګ د خاتمے او امن بحالۍ لپاره اګرچه معاهده ډيره پيچيده ده ولې پراميده يو چې ډير زر به دا تاريخي لمحه هم راشي

واشنګټن کښې خبريالانو سره خبرو په وخت  مائيک پومپيو وئيلي دي چې طالبانو سره د يوې هفتې لپاره تاؤ تريخوالې کمولو فيصلے ته رسيدلي يو کوم چې افغان مفاهمتي عمل کښې يو ښه پرمختګ دے

مائيک پومپيو هيله څرګند کړېده چې طالبانو سره به يوې داسې لوظنامې ته اورسو چې به ورسره افغانستان کښې امن په ځائې شي او د پائيدار سولې لپاره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هم هواره شي

ناټودفاع وزيرانو غونډه کښې افغانستان په موضوع بحث

برسلز کښې د ناټو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنې غونډه کښې هم په خصوصي توګه د افغانستان په موجوده صورتحال بحث شوي او دوحه مذاکرات د کاميابيدو هرکلي شوېدے

غونډې ته د وينا په مهال د امريکې وزير دفاع مارک ايسپر دوحه مذاکراتو کښې شوي پرمختګ نه د ناټو تنظيم  وزيران خبر کړېدي او وئيلې ئې دي چې طالبان تشدد کمولو ته مجبورا کيدل مفاهمتي عمل په لور اهم ګام دے

د هغه وينا وه چې طالبان او امريکه افغانستان کښې د اووه ورځو لپاره تشدد د کمولو په معامله متفق شويدي او دا چې طالبانو سره په ممکنه توګه لاس ليک کيدونکي امن معاهده باندې ناټو هم اعتماد کښې اخستې شوېده

مارک ايسپر زياته کړه چې د موجوده  کشالې سياسي لار راويستل د افغانستان امن او استحکام  مفاد لپاره هم ډير ضروري دے او دا چې دوحه مذاکرات د کاميابۍ مرحله کښې داخل شويدي او ډير زر به د سولې تړون په حواله د نيټې اعلان هم وشي

سرچينې وائي چې امريکني استاذي زلمي خليل زاد او د طالبانو وفد ترمينځه دوحه کښې درې ورځې مخکښې هم مذاکرات شوي وو کوم چې خواؤ شا دولس ګهنټې جاري وو

دغې مذاکراتو کښې دواړو فريقينو د امن لوظنامې وروستو په اقداماتو خبرې کړېدي او افغانستان کښې روان جهګړې خاتمے په حواله د تاريخي امن لوظنامې د لاس ليک نيټې او د مقام په موضوعاتو د خيالاتو بدلون شوېدے

امکان دے چې دواړو فريقينو ترمينځ به امن معاهده هم په دوحه ښار کښې لاس ليک شي چې پکښې به د مختلف ملکونو نمائندګان هم موجود وي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.