افغانستان کښې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان يو بل اهم کمانډر وژنه

شهريارمحسود کونړ ولايت کښې بمي چاودنه کښې وژلي شوېدے،د شهريار د ټي ټي پې پخواني مشر حکيم الله محسود نزدې ملګرې وو

افغانستان کښې د پاکستاني طالبانو د يولې ډلې تحريک طالبان پاکستان يو بل مهم کمانډر شهريار محسود وژلې شوېدے

سرچينو ترمخه شهريار محسود د شورو په ورځ کونړ ولايت کښې د يوې بمې چاودنې په نتيجه کښې وژلې شوېدے

سرچينې زياتوي چې دغه چاودنه د ريموټ کنټرول بم وه چې پکښې د شهريار محسود ګاډې په نښه کړې شوي وو

د شهريار محسود وژنه د کالعدم تحريک طالبان پاکستان لپاره يو بل لوئې زيان دے، هغه د دې تنظيم پخواني مشر حکيم الله محسود ډير نزدې ملګرې ګڼلې کيدو

روان مياشت دوران دا دوئم ځل دې چې د پاکستان حکومت لخوا کالعدم ګرځولي شوي تنظيم تحريک طالبان پاکستان په کمانډرانو افغانستان کښې بريدونه کيږي

دې نه مخکښې کابل کښې د ټي ټي پي دوه اهم کمانډران شيخ خالدحقاني او قاري سيف يونس کابل کښې وژلې شوي وو او د دوي مړي د کابل انټرکانټينيټال هوټل سره نزدې موندلي شوي وو

څو ورځې مخکښې کالعدم تحريک طالبان پاکستان د شيخ خالد او قاري سيف د وژنې تصديق کړي وو

د تير کال دسمبر په ديرشمه نيټه هم د کالعدم تنظيم ټي ټي پي اهم کمانډر او د حکيم الله محسود ډلې ترجمان قاري سيف الله محسود د افغانستان په خوست ولايت کښې د نامعلومه کسانو په ډزو وژلي شوي وو

د طالبانوترجمان د قاري سيف الله د وژنې ذمه وار حقاني ډله ګرځولې وه

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.