دوحه مذاکرات د کاميابۍ په درشل،مائيک پومپيو افغان مشران د پرمختګ نه خبرکړې

صدر ډونلډ ټرمپ طالبانو سره سولې معاهدې منظوري ورکړه،افغان اولسمشر اشرف غني ،چيف ايګزيکټيو ډاکټرعبدالله عبدالله او پخواني اولسمشر حامد کرزئۍ سولې خبرې د کاميابيدو هرکلي کړېدے

افغان اولسمشر اشرف غني په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې وئيلي دي چې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو ورسره  ټيلي فونک رابطه کړېده او طالبانو سره مذاکراتو کښې د پرمختګ نه ئې خبر کړي يم

بيان کښې وئيلي شويدي چې مائيک پومپيو افغانستان کښې تاؤ تريخوالې کښې د کمي په حواله د طالبانو د وړانديزونو په حواله معلومات هم راسره شريک کړيدي

خپل بيان کښې افغان اولس مشر دوحه مذاکرات کاميابۍ منزل ته د نزدې کيدو هرکلي کړېدے او وئيلي ئې دي چې دواړو فريقينو ترمينځه دا اهم پرمختګ به د افغانستان پائيدار امن بحالۍ سبب وګرځي

بيان کښې اولسمشر اشرف غني دا هم وئيلي دي چې په دې ډير خوشحاله يو چې افغانستان کښې د سولې په حواله د افغان دولت او اولس د  اصولي دريز مثبت او ګټه ورې نتيجے رامخې ته کيدل شورو شويدي او ټول اولس له ئې ډاډ ورکړېدے چې د سولې هدف ته رسيدو کښې به ډير زر بريالي شو

اولسمشر سره رابطې وروستو امريکني خارجه وزير مائيک پومپيو افغان  چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم ټيلي فون کړې او ورسره ئې دوحه مذاکراتو کښې تر دې دمه شوي پرمختګ په معاملو خبري کړيدي

ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې امريکني خارجه وزير د سولې عمل ملاټر کولو باندې د چيف ايګزيکټيو شکريه ادا کړېده

د خبرو په مهال مائيک پومپيو ووئيل چې د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکراتو کښې پرمختګ سره به  بين الافغاني مذاکراتو ته  هم لارې کهلاؤ شي

ډاکټر عبدالله عبدالله هم  افغانستان کښې د تشدد خاتمے په حواله د امريکې او طالبانو ترمينځه شوي پرمختګ هرکلي وکړو

دغه رنګ پخواني اولسمشر حامد کرزئۍ هم  دوحه مذاکراتو کښې د پرمختګ هرکلي کړې او خپل يو بيان کښې وئيلي ئې دي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن لوظنامه لاس ليک کيدو سره به افغانستان کښې بدامني ختم شي

دوحه مذاکراتو فائنل راونډ

دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه اتلس مياشتې مخکښې شورو شوي مذاکرات يو وارې بيا د کاميابۍ تر درشل رسيدلي دي او دواړو فريقينو ترمينځه امن لوظنامې په حواله مسوده لاس ليک مرحلې ته رسيدلي ده

درې ورځې وړاندې دوحه کښې د زلمي خليل زاد او د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان سره د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ملاقات کښې د مذاکراتو په نتائجو او په ممکنه توګه امن معاهدې لاس ليک وروستو په اقداماتو ګټه ور خبرې شويدي

سرچينو ترمخه دې ناسته کښې د طالبانو وفد په امريکې زور راوړې چې سولې په حقله دې خپل دريز واضحه کړي او زلمي خليل زاد له ئې درې ورځې وخت ورکړي وو چې د پوځ انخلا په حواله د صدر ډونلډ ټرمپ د جواب نه دوي خبر کړي

د امريکې خبرې ادارو د امريکې دفاع وزارت د چارواکو په حواله وئيلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ طالبانو سره سولې معاهده لاس ليک کولو او د افغانستان نه پوځيانو انخلا ته رضامندي ښودلې ده ولې دې سلسله کښې ئې د طالبانو وړاندې ځني شرطونه هم ايښودي دي

خپل شرطونو کښې امريکني صدر د طالبانو نه مطالبه کړېده چې سولې معاهدې لاس ليک لپاره ضروري ده چې وسله وال په افغانستان کښې تشدد د کمولو په حواله خپل لوظونه پورا کړي او په عملي توګه دې دا ثابت هم کړي

زلمې خليل زاد به د صدر ډونلډټرمپ دې جواب نه  د طالبانو مذاکراتي ټيم خبروي او دواړو فريقينو ترمينځه امن معاهده لاس ليک کيدو وروستو به واشنګټن انتظاميه افغانستان نه په مرحله وار توګه خپل پوځيان واپس رابللو سلسله شورو کړي او د دې نه پس به بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.