افغان مفاهمتي عمل:قطرخارجه وزير،زلمي خليل زاد اود ملا برادر اهم ملاقات

ملاقات په مهال دوحه مذاکراتو نتائجو او د دې وروستو په اقداماتو د خيالاتو بدلون شوېدے،سهيل شاهين

د پاکستان او افغانستان دورې نه پس امريکني استاذي زلمي خليل زاد يو وارې بيا افغان مفاهمتي عمل په حواله خپل کوششونه شورو کړيدي او دې سلسله کښې دوحه کښې ئې د طالبانو وفد سره اهم ملاقات کړېدے

دې ملاقات کښې د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان هم موجود وو چې پکښې افغان سولې عمل لپاره روان کوششونو جائزه اخستي شويده

د دې ملاقات په حواله د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې درې واړو مشرانو د دوحه مذاکراتو په نتائجو او د دې وروستو موضوعاتو په حواله خبرې اترې کړېدے

د سهيل شاهين بيان ترمخه ملاقات کښې د طالبانونور لوړ پوړې مشران ملا محمد فاضل مظلوم،ملا خيرالله خيرخواه او مولوي امير خان متقي هم موجود وو

د امريکې ،قطر او طالبانو وفد ترمينځه دا ملاقات په داسې وخت شوي چې دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو يوؤلسم پړاؤ هم بغير څه پرمختګ د نامعلومه وخته پورې ځنډيدلے دے

دواړو فريقينو ترمينځه دا مذاکرات د جنګ بندۍ په معامله د اختلافاتو لوجې ملتوي شويدي دې سلسله  کښې زلمې خليل زاد طالبانو له وخت ورکړې وو چې اوږد مهال جنګ بندۍ په حواله دې خپلو مشرانو سره صلاح مشورې وکړي او د خپل جواب نه دې امريکه خبر کړي

څو ورځې وړاندې د امريکې کانګرس ته خپل سالانه تقرير کښې هم صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې هغه افغانستان کښې روانه جهګړه بندول او خپل پوځ واپس رابلل غواړي

خپل تقریر کښې امريکني صدر وئيلي وو چې افغانستان سولې او امن بحالۍ په حواله طالبانو سره مذاکرات مهم پرمختګ کښې داخل شويدي او نه غواړو چې افغان جنګ د لاسه د زرګونو نورو افغانانو وينه ضائع شي

د امريکې،طالبانو او قطر خارجه وزير ترمينځه ملاقات وروستو يو وارې بيا د افغان سولې عمل پرمختګ په لور د تلو اشارې ملاؤ شويدي او امکان دے چې د زلمي خليل زاد او طالبانو وفد ترمينځه راتلونکي ملاقات کښې به د سولې او جنګ بندۍ په حواله د حتمي معاهدې د لاس ليک نيټه هم  وټاکلي شي کوم ته چې افغان اولس تير څو کالو راهسې په انتظار دي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.