افغان جنګ پائې ته رسوو،پوځ واپس رابلل غواړو،ډونلډټرمپ

اتلس کلن جنګ ډير ځاني او مالي زيانونه وکړل،د نورو افغانانو د وژنې خلاف يم هم دې مقصد لپاره طالبانو سره د سولې خبرې جاري دي، کانګرس ته د صدر ټرمپ وينا

صدر ډونلډ ټرمپ کانګرس ته خپل دريم سالانه وينا کښې وئيلي دي چې افغانستان نه  امريکني پوځيان واپس رابلو

د هغه وينا وه چې افغان جنګ د امريکې د تاريخ د ټولو لويه جهګړه ثابت شويده او نه غواړو چې دا جنګ دې نور هم سيوا شي

د صدر ټرمپ وينا ترمخه افغانستان کښې تر ډير حده امن په ځائې شويدے او امريکني پوځيانو د جنګ په دغه ډګر اهمې کاميابۍ ترلاسه کړيدي

ډونلډ ټرمپ امريکني پوځ د نړۍ د ټولو غوره پوځ ګرځولي او وئيلي ئې دي چې دوي د هر جنګ ګټلو صلاحيت لري ولې نه غواړو چې افغانستان کښې په زرګونو نور بے ګناه کسان دې ووژلي شي

امريکني صدر يو وارې بيا واضحه کړيده چې باقي به  امريکه په نورو ملکونو کښې د پوليسو کردار ادا نه کړي او هم دغه وجه ده چې افغانستان نه د پوځ واپس رابللو په منصوبه کار روان دے

امريکني صدر زياته کړه چې افغانستان کښې پائيدار سولې او امن بحالۍ لپاره طالبانو سره مذاکرات روان دي چې پکښې مهم پرمختګ هم شوېدے

دې نه مخکښې هم صدر ډونلډ ټرمپ څو وارې افغانستان نه د امريکني پوځيانو د انخلا خبر ورکړي وو ولې طالبانو سره په دې معامله اختلافاتو لوجې تر دې دمه د پوځيانو واپسې په حواله ټائم فريم نه دې ټاکلي شوے

افغانستان کښې دا مهال د امريکې خواؤ شا 14000  پوځيان ميشته دي او واشنګټن انتظاميه منصوبه لري چې دغه شميره اته زرو پورې راکمه کړي

ټرمپ په تقرير د طالبانو ردعمل

د صدر ټرمپ تقرير په رد عمل د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد يوې مرکه کښې وئيلي دي چې امريکې سره افغان جنګ د بندولو بغير بله لار نشته

د هغه وينا وه چې افغان جنګ په حواله د طالبانو موقف کښې هيڅ بدلون نه دے راغلے مونږ غواړو چې اشغال دې پائې ته اورسي

ذبيح الله مجاهد زياته کړه چې صدر ډونلډ ټرمپ چې د افغان جنګ خاتمے په حواله کوم اعلان کړېدے بايد چې په هغې دې موثره عمل درآمد هم يقيني کړې شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.