دوحه مذاکراتو کاميابي يا ناکامي د طالبانو رويے سره تړلې شوے،مائيک پومپيو

که طالبان امن لوظنامه کښې مخلصه وي بايد چې تشدد خاتمے په حواله خپله تګ لاره واضحه کړي،امريکې خارجه وزير

د ازبکستان سرښار تاشکند کښې د پريس کانفرنس په مهال مائيک پومپيو وئيلي دي چې طالبانو سره امن لوظنامه لاس ليک مرحلې ته نژدي شويده  ولې د معاهدې لاس ليک نه مخکښې دې طالبان داسې شواهد په ډاګه کړي چې ترې ثابت شي چې واقعي مخالف فريق هم  روغه جوړه غواړي

د هغه وينا وه چې دې نه مخکښې هم دوحه مذاکرات د کاميابۍ تر درشل رسيدلي وو ولې د طالبانو د بريدونو کښې سيوا والي لوجې دغه مذاکرات ځنډيدلي وو

امريکني خارجه وزير په طالبانو غږ کړے چې تاؤ تريخوالې کمولو لپاره دې خپل نيت او وړتيا ثابته کړي

افغانستان نه د امريکائي عسکرو واپسۍ په حواله مائيک پومپيو ووئيل چې دا هم د افغانستان په حالاتو منحصر ده چې امن په ځائې شي نو د پوځيانو انخلا به هم عملي شي

مائيک پومپيو زياته کړه چې دوحه مذاکراتو کاميابۍ وروستو به  بين الافغاني مذاکراتو ته هم لاره هواري شي  خو تر څو چې جنګ بندۍ او تاؤ تريخوالې خاتمے په حواله طالبانو غوښتنې نه وي پورا کړے دا مقصدونه ترلاسه کيدل ګران دي

دې نه مخکښې مائيک پومپيو د ازبکستان د خارجه وزير سره ليده کاته کړي وو او ورسره ئې د افغانستان پشمول د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړې وے

دوحه مذاکراتو ډيډلاک وجوهات

د امريکني خارجه وزير مائيک پومپيوبيان په داسې مهال رامخې ته شويدے چې دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو 11 پړاؤڅو ورځې مخکښې بغير د څه پرمختګ پائې ته رسيدلي دے

د تيرې مياشتې په څلورمه نيټه شورو شوي دې مذاکراتو کښې افغانستان کښې د تشدد د خاتمے او د بهرملکي پوځيانو انخلا په معاملو خبرې شوي وے ولې فريقينو ترمينځه اختلافاتو لوجې دا مذاکرات د نامعلومه وخته پورې ملتوي شويدے

مذاکراتو دوران طالبانو د امريکې په مطالبه د يو څو ورځو لپاره د افغانستان په مختلفو سيمو کښې خپل بريدونه بند کړي وو او غوښتل ئې امريکه دې هم د دې ګام په رد عمل کښې په فوري توګه د خپل پوځيانو د انخلا پروګرام شورو کړي ولې افغان دولت  د طالبانو عارضي جنګ بندۍ سره سخت مخالفت ښودلي وو

افغان دولت په امريکې زور راوړې چې طالبانو سره  مذاکراتو دوران په عارضي توګه تاؤ تريخوالي کښې کمي په ځائې مستقل جنګ بندۍ په معامله خبرې وکړي او د افغان دولت دباؤ وروستو امريکې طالبانو سره دغه مذاکرات في الحال ځنډولي دے

دې سلسله کښې امريکنې استاذي زلمي خليل زاد څلور ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان دورې هم کړي او د دواړو ملکونو واکمنو سره دوحه مذاکراتو کښې پيدا شوي ډيډلاک په معاملو خبرې کړې وے

د پاکستان دورې په مهال زلمي خليل زاد هم تصديق کړے وو چې طالبانو سره دوحه مذاکرات د ځنډ ښکار دي او تشدد کښې د خاتمے په حواله د هغوي د جواب په طمع يو

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.