پاک افغان ښه تعلقات سولې عمل کاميابۍ لپاره مهم دي،ډاکټرعبدالله عبدالله

پاکستاني سفير زاهدنصرالله خان او افغان چيف ايګزيکټيو ډاکټرعبدالله عبدالله په دوه اړخيزه اړيکو او افغان مفاهمتي عمل په معاملو خبرې کړيدي،پاکستاني سفارت

کابل کښې د پاکستان سفارتخانے لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستاني سفير زاهد نصرالله خان  د افغانستان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره ملاقات کړېدے

بيان ترمخه دواړو مشرانو د شريکې دلچسپې په معاملوخبرې اترې کړيدي

ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او افغانستان تعلقاتو په پراختيا او افغان سولې عمل لپاره روان کوششونو په معاملو هم خبرې اترې کړېدي

افغان چيف ايګزيکټيو دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان د افغانستان يو ښه ګاونډې هيواد ګرځولي دے

بيان کښې زياته کړي شويده چې ملاقات په مهال افغان چيف ايګزيکټيو د دواړو ملکونو اړيکې نورې مضبوطولو باندې زور راوړې دے

دغه رنګ د ملاقات په وخت افغان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي دي چې د افغانستان پائيدار امن بحالۍ او سولې عمل د کاميابۍ لپاره د پاکستان او افغانستان ترمينځه ښه تعلقات ډير مهم دي

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني په نسبت افغان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان سره تعلقاتو په حواله مثبت سوچ لري او هميشه ئې د دواړو ملکونو ترمينځه دوستانه تعلقات نورهم  د مضبوطولو خبره کړېده

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.