زلمي خليل زاد افغان سولې عمل لپاره پاکستان کردار ستائيلي،امريکې سفارت

زلمي خليل زاد د پاکستان دورې په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي او آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره اهم ملاقاتونه کړي وو،اعلاميه

اسلام آباد کښې د امريکې سفارتخانے د زلمي خليل زاد د پاکستان د دورې اعلاميه جاري کړيده

اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې زلمي خليل زاد د اسلام آباد دورې په مهال د خارجه وزير شاه محمود قريشي او آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه نه علاوه نور حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي وو

اعلاميې ترمخه امريکني استاذي د پاکستاني واکمنو سره افغان کشاله  په سياسي بنيادونو حل کولو لپاره د واشنګټن انتظاميې کوششونو په معامله خبرې اترې کړيدي

اعلاميه کښې دا هم وئيلي شويدي چې زلمي خليل زاد افغانستان کښې د تشدد خاتمے لپاره د پاکستان د کوششونو هرکلي کړے او دا چې د اسلام آباد انتظاميې دې ګام سره به نه صرف  دوحه مذاکراتو په  کاميابۍ کښې مرسته ملاؤ شي بلکه بين الافغاني مذاکرات او افغانستان کښې جنګ بندۍ ته به هم لارې کهلاؤ شي

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې امريکني استاذي د پاکستان چارواکو سره ملاقاتونو کښې زور راوړې دي چې صرف پائيدار امن قيام د لارې دې سيمه کښې استحکام راتلي شي

زلمي خليل زاد او  پاکستاني واکمنو ملاقاتونه

امريکني خصوصي استاذي افغان مفاهمتي عمل کښې روان کوششونو ته وده ورکولو په غرض درې ورځې وړاندې د پاکستان دوره کړي وه او د خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ئې اهم ملاقات کړي وو

سرکاري خبري ادارو ترمخه ملاقات دوران زلمي خليل زاد دوحه کښې د طالبانو سره شوي مذاکراتو په حواله معلومات د خارجه وزير شره شريک کړي وو

په دې موقع شاه محمود قريشي ووئيل چې د امريکې او طالبانو ترمينځه امن معاهدې سره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي چې به ورسره نه صرف په افغانستان کښې بلکې ټوله سيمه کښې امن او استحکام راشي

خارجه وزير په دې موقع واضحه کړه چې پاکستان به د مشترکه ذمه وارې تر سره کولو سره افغان مفاهمتي عمل لپاره روان کوششونو ملاټر جاري ساتي

دغه رنګ زلمي خليل زاد دوحه مذاکراتو کښې د پاکستان مخلصانه کوششونه ستائيلي دي او دواړو مشرانو د افغان سولې عمل لپاره په شريکه کار کولو باندې اتفاق کړېدے

خارجه وزير سره د ملاقات  نه پس زلمي خليل زاد د جي ايچ کيو دوره هم کړي او د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باوجوه سره ئې د افغانستان په موجوده صورتحال او د شريکي دلچسپي په معاملو خبرې کړي وے

آئي ايس پي آر بيان ترمخه ملاقات کښې د سيمي سيکيورټۍ په معاملو  هم د خيالاتو بدلون شوے او زلمي خليل زاد د سيمې امن لپاره د پاکستان د مفاهمتي کردار تعريف کړېدے

د پاکستان دورې نه پس زلمې خليل زاد کابل ته تلي چرته چې به هغه افغان اولسمشراو نورو سياسي مشرانو سره افغان مفاهمتي عمل په معامله خبرې کوي

امريکني استاذي په داسې حال د پاکستان او افغانستان دوره کړي چې دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات د پوځيانو انخلا او جنګ بندۍ په معامله د اختلافاتو لوجې د ځنډ ښکار شويدي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.