منظور پشتين ګرفتارۍ په حواله افغان اولسمشر بيان د پاکستان کورني معاملو کښې مداخلت دے،خارجه دفتر

افغان اولسمشر اشرف غني د پي ټي ايم مشر منظور پشتين په ګرفتارۍ د خواشيني اظهار کړي وو او پاکستان حکومت نه ئې د هغه د رها کولو مطالبه کړي وه

د خارجه دفتر ترجمانې عائشته فاروقي لخوا جاري شوي بيان کښې د منظور پشتين د ګرفتارۍ په حواله د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني ټوئټس د پاکستان په کورني معاملو کښې لاس وهنه ګرځولي شويده

بيان ترمخه د افغان اولسمشر لخوا دا قسمه بيانونه د دواړو ګاونډي ملکونو اړيکو باندې بد اثرپريباسلي شي

بيان کښې زياته کړي شويده چې پاکستان د خپل ګاونډي هيواد افغانستان سره نزدي او د ملګرتيا تعلقات برقرار ساتلو خواهش لري ولې دا تعلقات د عدم مداخلت د اصولو په بنياد په کار دي

عائشه فاروقي خپل بيان کښې دا هم وئيلي دي چې افغان دولت دې د پاکستان کورني معاملو کښې مداخلت په ځائې د افغانستان او سيمي امن او استحکام لپاره مشترکه مقصدونه ترلاسه کولو لپاره پاکستان سره په شريکه کار وکړي

منظور پشتين په ګرفتارۍ د افغان اولسمشر او نورو مشرانو رد عمل

سيکيورټي فورسز لخوا د پښتون تحفظ مومنټ مشر منطور پشتين او د هغه د نورو ملګرو په ګرفتارۍ افغان اولسمشر اشرف غني او پخواني اولسمشر حامد کرزئۍ بشمول د نورو پارټو مشرانو سخت غبرګون ښودلي وو

خپل بيان کښې افغان اولسمشر اشرف غني پيښور نه د منظور پشتين ګرفتارۍ په حواله د خواشينې اظهار کړي وو او د پاکستان د دې ګام ئې غندنه کړي وه

بيان کښې افغان اولسمشر وئيلي وو چې په دې اړه هغه د بښنې نړي والې ټولنې د اعلاميې مکمل ملاټر کوي او د پاکستان نه ئې مطالبه کړي وه چې منظور پشتين او د هغه ټول ملګري دې د جيل نه خوشي کړي شي

ټوئټس کښې افغان اولسمشر دا هم وئيلي وو چې دا سيمه د مخکښې نه د تشدد او ظلمونو د ګواښونو سره مخ ده بايد چې د سيمي حکومتونه دي د سوله خوښو مدني ټولنو د تحريکونو ملاټر وکړي او د دوي دې حوصله افزائي وکړي

تير کال فرورۍ مياشت کښې هم افغان اولسمشر اشرف غني د پاکستان په حواله دا قسمه يو ټوئټ کړي وو چې پکښې خيبرپښتونخوا او بلوچستان کښې د پښتون تحفظ مومنټ خلاف د پاکستاني حکومت او سيکيورټي ادارو د عملياتو غندنه شوي وه او پاکستان افغان دولت له واضحه پيغام وړکړي وو چې د پاکستان په کورني معاملو کښې لاس وهنې په ځائې دې افغان دولت د خپل ملک د وګړو تحفظ فکر وکړي او آئنده لپاره دې هيڅ قسمه داسې بيان نه جاري کوي چې ورسره د دواړه ملکونو ترمينځه تعلقاتو باندې بد اثر د پريوتو انديښنه وي

دغه رنګ پخواني اولسمشر حامدکرزئۍ او د افغانستان نورو سياسي تنظيمونو مشرانو هم د منظور پشتين په ګرفتارۍ د تحفظاتو اظهار کړي وو او د هغه د رها کولو مطالبه ئې کړي وه

منظور پشتين ګرفتاري او د پي ټي ايم احتجاج

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين او د هغه شپږ نور ملګري د اتوار په شپه ناوخته پيښور پوليسو د تهکال علاقے شاهين ټاؤن نه ګرفتار کړي وو

په منظور پشتين الزام دے چې هغه اتلسم جنورۍ ډي آئي خان کښې يوې جلسے ته وينا په وخت د پاکستان قانون د منلو نه انکار کړي وو او د رياست خلاف ئې تقرير کړي وو

د ګرفتارۍ وروستو منظور پشتين د ګل په ورځ د پيښور سيشن جج ته وړاندي کړي شوي وو او عدالت هغه د څوارلس ورځو په جوډيشل ريمانډ جيل ته ليږلي وو

د منظور پشتين د ګرفتارۍ خلاف پښتون تحفظ مومنټ ټول ملک کښې احتجاجي مظاهرو باندې لاس پورې کړېدے او دهړکه ئي ورکړي چې د هغه د رهائۍ پورې به احتجاجي مظاهرې جاري وي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.