دوحه مذاکرات د ډيډلاک ښکار، تشدد کمولوپه معامله اختلافات

طالبانو سوله لوظنامه کښې د امريکې مطالبات خندان ګرځولي دي،تشدد کمولو په معامله اختلافاتو لوجې مذاکرات ځنډيدلي دي،اسوشيتدپريس

دوحه کښې امريکني استاذي زلمي خليل زاد او د طالبانو قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمينځه روان مذاکرات يو وارې بيا د ډيډلاک ښکار شويدي او فريقين د روغې جوړې په حواله څه فيصلے ته نه دي رسيدلي

د روانې مياشتې اولنې هفته کښې شورو شوي د مذاکراتو دې مرحله کښې دواړو فريقينو ترمينځه د جنګ بندۍ او بهرملکي پوځ انخلا په معاملو خبري شوي وے

دغه رنګ امن لوظنامې لاس ليک دستورې او د سوله تړون باندې عمل درآمد په حواله د مستقبل تګ لارې په معاملو هم دواړو فريقينو ترمينځه د خيالاتو بدلون شوي وو ولې تر دې دمه پکښې څه پرمختګ نه دي شوے

د امريکې خبري ادارے اسوشيتد د طالبانو سرچينو په حواله وئيلي دي چې د زلمي خليل زاد لخوا نوې نوې مطالباتو د طالبانو مذاکراتي ټيم په شش و پنج کښې اچولي دے

خبري اداري وائي چې مذاکراتو دوران د تشددکمولو په معامله دواړه فريقينو ترمينځه اختلافات پيدا شوي او د مذاکراتو دا سلسله في الحال ځنډولي شويده

روغې جوړې عمل کښې رکاوټونه

سرچيني وائي چې زلمې خليل زاد د مذاکراتو دوران  د جنګ بندۍ په حواله د افغان دولت موقف په ډاګه کړېدے ولې د طالبانو مذاکراتي ټيم دې سره سخت مخالفت ښودلي دے

افغان دولت غواړي چې طالبان دې تشدد کښې د کمي په ځائې د اوږد مهال جنګ بندۍ اعلان وکړي ولې طالبان د امريکې په  مطالبه د يو څو ورځو لپاره افغانستان کښې خپلې کاررواياني بند کړيدي او وئيلي ئې دي چې د دې ګام مقصد امريکني پوځيانو انخلا لپاره ماحول برابرول دي

افغان دولت دريز لري چې د يو څو ورځو لپاره ترهه ګرۍ بريدونه بندولو په موضوع د امريکې او طالبانو ترمينځه ممکنه لوظنامه مفاهمتي عمل ته هيڅ فائده نه شي رسولي بايد چې دوحه مذاکراتو کښې دې د مستقل جنګ بندۍ مسئله باندې زور راوړې شي

څلور ورځې وړاندې د سوئټزرلينډ ډيوس ښار کښې ورلډ اکنامک فورم  غونډې ته وينا په وخت اولسمشر اشرف غني هم  په افغانستان کښې مکمل امن قيام او اوږد مهال جنګ بندۍ خبره کړي وه

د هغه وينا وه چې د طالبانو قطر دفتر مشران خو په خپله په مزو او عيش او عشرت سر دي او هر يو مشر ئې څلور يا پنځه زنانه په نکاح کړي او د ژوند نه خوندونه پورته کوي ولې جنګيالو او کمانډرانو ئې ځانونه په محاذ جنګ ستړي کړل

اشرف غني وينا وه چې تاؤ تريخوالې په مکمله توګه ختمولو بغير په سياسي بنيادونود افغان د مسئلې حل هم نه شي راوتلي

دغه رنګ افغان اولسمشر طالبانو ته وړانديز کړي وو که چرې دوي وسله وغورځوي نو افغان ټولنه به هم دوي تسليم کړي او کنه دوي خپلې کارروايانو ته د دوام ورکولو نيت يا اراده لري نو بيا به ئې افغان اولس او دولت په شريکه مقابله کوي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.