تاؤتريخوالې ختمولو په شرط طالبان تسليمولو له تيار يو،اشرف غني

سوله او تشدد يو ځائې نه چليږي که طالبان روغه جوړه کښې مخلصه وي نو بايد چې د جهګړې نه لاس په سر شي،جنګيالي خپله ايجنډا چرې هم په افغان اولس نه شي مسلط کولي،ورلډ اکنامک فورم دستورې ته د افغان اولسمشر وينا

دستورې ته وينا په وخت افغان اولسمشر اشرف غني يو وارې بيا په طالبانوته د جنګ بندولو اپيل کړيدے او وئيلي ئې دي که چرې طالبان سوله د افغان دولت او اولس د پرځولو وسيله ګنې نو دا به د دوي غلط سوچ او حکمت عملي وي

د هغه وينا وه چې طالبان دې وسله وغورځوي افغان ټولنه به ئې په ځان کښې جذب کړي او کنه دوي تاؤ تريخوالي له دوام ورکوي نو د دوي د مکروه ايجنډې د مخ نيوي لپاره به افغان اولس او دولت په شريکه مقابله وکړي

افغان اولسمشر دا هم وئيلي دي چې  افغانستان کښې په جنګي ډګر طالبان ستړي شويدي ولې د دوي مشران دوحه کښې په مزو سر دي ،څلور يا پنځه پنځه ښځي ئې کړيدي او د ژوند نه خوندونه پورته کوي

افغانستان نه د بهرملکي پوځيانو انخلا په حواله اولسمشر ووئيل چې افغان سيکيورټي فورسز د تير وختونو په نسبت زيات تربيت يافته دي او دوي د خپل هيواد سيکيورټۍ ذمه وارې په ښه شان سنبهالوي شي او د ناټو پوځيانو انخلا به د ملک په سيکيورټي هيڅ بد اثر پرينباسي

اشرف غني په بيان د طالبانو ردعمل

افغان طالبانو د اولسمشر اشرف غني دغه تقرير بے مسؤليته ګرځولي دي

په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د طالبانو قطر دفتر په مشرانو د اشرف غني الزامونه بے بنياده دي او دې کښې هيڅ حقيقت نشته

بيان کښې زياته کړي شوېده چې د طالبانو سياسي او نظامي مبارزه به تر هغې جاري وي تر څو چې اشغال ختم شوي نه وي او افغانستان کښې اسلامي حاکميت قائم شوي نه وي

 

 

 

امريکني صدر او افغان اولسمشر ملاقات

د ورلډ اکنامک فورم غونډې په سائيډلائن افغان اولسمشر اشرف غني د خپل امريکني هم منصب ډونلډټرمپ سره هم ليده کاته کړيدي او ورسره ئې افغان سوله عمل او د افغانستان سيکيورټۍ په صورتحال خبري کړيدي

ارګ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دواړه مشرانود افغانستان، د سیمې په حالاتو، موجوده فرصتونو او ګواښونو خبرې وکړے

بيان ترمخه  دواړو لوریو په بګرام کې د خپلې وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړو  چې په یاده کتنه کښې بحث شوي موضوعات به افغان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي

بيان کښې زياته کړي شويده چې امريکني صدر ترهه ګرۍ خلاف جنګ او په خصوصي توګه د داعش خلاف موثره کارروائي کولو باندې د افغان سيکيورټي فورسز کردار ستائيلي دے

د دې ملاقات په حواله وائټ هاؤس لخوا هم  بيان جاري شويدے چې پکښې وئيلي شويدي چې د ملاقات په وخت صدر ټرمپ وئيلي دي چې طالبانو سره سوله مذاکرات دې صورت کښې کاميابيدې شي چې طالبان د تاؤ تريخوالي د ختمولو اعلان وکړي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.