افغان جنګ ډير متاثره کړو،پردي جنګونه نور په سر نه اخلو،عمران خان

افغانستان کښې د جنګ بندۍ امکانات پيدا شويدي،طالبانو سره امن معاهده د پاکستان او سيمي امن او استحکام لپاره ضروري ده،پاکستان سټريټجکي ډائيلاک ته د وزيراعظم وينا

د سوئټزرلينډ ډيوس ښار کښې پاکستان سټريټجکي ډائيلاک ته د وينا په وخت وزيراعظم عمران خان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او دې کښې د پاکستان په کردار رڼا اچولي ده

د هغه وينا وه چې سويت يونين او افغانستان  جنګ کښې د پاکستان شموليت مونږ له د کلاشنکوف او منشيات کلچر ډالۍ راکړه او د نائن اليون واقعاتو وروستود ترهه ګرۍ خلاف جنګ هم ډير متاثره کړو

عمران خان وينا ترمخه د افغانستان نه د سويت يونين انخلا وروستو پاکستان کښې ترهه ګر او فرقه وارانه ګروپونه سر پورته کړو چې لوجې ئې زمونږ معاشرې ته ناقابل تلافي نقصان اورسيدو

عمران خان دا هم وئيلي دي چې د نائن اليون واقعاتو نه پس پاکستان کښې شورو شوي د ترهه ګرۍ د اور لمبه کښې پاکستان د اويا زره نه سيوا وګړي شهيدان شول او پاکستان د نړۍ خطرناک هيوادونو په صف کښې وشميرلي شو

وزيراعظم واضحه کړه چې موجوده حکومت کلکه اراده کړېده چې پاکستان به د  آئنده لپاره به د هيڅ يو جنګ برخه نه جوړيږي بلکه امن عمل کښې به شراکت دار وي

خپله وينا کښې عمران خان  د دوحه مذاکراتو ذکر  هم وکړو او وئي وئيل چې پاکستان افغان امن عمل کښې اهم کردار ادا کړي او دې سلسله کښې امريکې سره شريک کوششونه روان دي او دا چې دوحه مذاکراتو سره افغانستان کښې جنګ بندۍ امکانات هم پيدا شويدي

 

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.