وزيراعظم او امريکني صدر ملاقات:افغانستان په معامله د دواړو ملکونو موقف يو دے،عمران خان

ملاقات په مهال صدر ډونلډ ټرمپ يو وارې بيا د کشمير د مسئلې حل لپاره د کردار ادا کولو وړانديز کړېدے

وزيراعظم عمران خان او امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ترمينځه د سوئټزرلينډ په ډيوس ښار کښې اهم ملاقات شويدے،دا ملاقات د نړي وال اقتصادي فورم د مشرانو سالانه اجلاس په سائيډ لائن شويدے او په مجموعي توګه دواړه مشرانو ترمينځه دا دريم ملاقات وو

ملاقات دوران د پاکستان او امريکې په تعلقاتو،د سيمې او نړۍ صورتحال او په خصوصي توګه د افغانستان په معامله د خيالاتو بدلون شويدے

ملاقات په وخت وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د افغانستان په مسئله د پاکستان او امريکي موقف يو دے او دواړه ملکونه غواړي چې د افغانستان بحران او روانې جهګړې دې سياسي حل راويستلي شي

د عمران خان وينا وه چې پاکستان منطقه کښې د نوي جنګ شورو کيدو خلاف دے، د سوله ملاټر کوو او دې سلسله کښې به د پاکستان مرسته او کوششونه  جاري وي

وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د افغانستان د مسئلې تعلق د پاکستان او امريکې سره دے او دا د خوش قسمتۍ خبره ده چې دواړه هيوادونه د افغانستان امن بحالۍ کښې دلچسپي لري او دا مو خواهش دے چې افغان دولت او طالبانو ترمينځه هم مذاکرات وشي

ملاقات کښې د خبرو په مهال صدر ډونلډ ټرمپ عمران خان خپل ملګرۍ ګڼلې او وئيلي ئې دي چې د دواړو ملکونو ترمينځه د تير وختونو په مناسبت تعلقات ډير مضبوط شويدي او په دې ډير خوشحاله يم چې عمران خان سره په دريم ځل ملاقات کوم

ډونلډ ټرمپ ووئيل چې د پاکستان او هندوستان ترمينځه تاؤ تريخوالې ختمولو لپاره امريکه خپل کردار ادا کولو له تياره ده او دا چې هغه به د بهارت دورې په مهال وزيراعظم نريندر مودي سره د کشمير په مسئله هم خبرې اتري کوي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.