امريکې او طالبانوترمينځه مذاکرات،پوځ انخلا په معامله اختلافات برقرار

امريکه افغانستان کښې ځني سرتيري پريښودل غواړي ولې طالبان د امريکې تجويز سره مخالفت لري

د قطر طالبانو سياسي دفتر ترجمان سهيل شاهين بيان ترمخه دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د خبرو سلسله جاري ده

بيان کښې وئيلي شويدي چې د ګل په ورځ ماښام  هم د ملا عبدالغني برادر مشرۍ کښې د طالبانو وفد د امريکني استاذي زلمي خليل زاد او د ناټو کمانډر سکاټ ملر ترمينځه ملاقات شويدے

بيان کښې زياته کړي شويده چې د طالبانو په وفد کښې شيرمحمد عباس ستانکزئۍ او مولوي امير خان متقي هم شامل وو

سهيل شاهين په خپل بيان کښې دا وضاحت نه دي کړے چې مذاکراتو کښې په کومو موضوعاتو د خيالاتو بدلون شوي خو وئيلي دي چې دواړو فريقينو سوله په حواله راتلونکي اقداماتو باندې خبرې کړيدي

بيان کښې زياته کړي شويده چې د مذاکراتو دا سلسله به جاري وي

د سهيل شاهين ټوئټ بيان وروستو د طالبانو مذاکراتي ټيم کښې د ردبدل په حواله په سوشل ميډيا خپره شوي هغه خبرونه غلط ثابت شويدي چې پکښې وئيلي شوي وو چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله دوحه مذاکراتي ټيم کښې رد بدل کړېدے او د مولوي امير خان متقي په ځائې شيخ شريف د مذاکراتي ټيم برخه جوړه کړي شويده

سوله لوظنامه کښې ډيډ لاک برقرار

د افغانستان خبري ادارو د طالبانو سرچينو په حواله وئيلي دي چې امن لوظنامې په حواله فيصله يو وارې بيا د ځنډ ښکار شويده

خبري ادارو رپورټونو ترمخه  مذاکراتو دوران  زلمي خليل زاد ټينګار کړے چې افغانستان کښې به د امريکې ځني سرتيري تر ډير وخت پورې موجود وي ولې د طالبانو مذاکراتي ټيم د دې تجويز مخالفت کړيدے

ذرائع وائي چې واشنګټن انتظاميې  څوارلس مياشتو کښې افغانستان نه په مرحله وار توګه پوځيان واپس رابللو منصوبه تيار کړيده او غواړي چې افغانستان کښې د شپږو زرو نه تر اته زره پورې پوځيان په مستقل توګه يا د اوږدې مودې لپاره پاتي کړي ولې د طالبانوځني اهم کمانډران د امريکې دې منصوبے سره اختلافات ښودلي او دريز لري چې افغانستان نه دې ټول بهرملکي پوځيان واپسي وکړي

دوحه مذاکراتو کښې د ډيډلاک خبرونه په داسې مهال رامخې ته شوي چې درې ورځې وړاندې ډان خبري ادارے سره  مرکه کښې د طالبانو د دفتر ترجمان سهيل شاهين وئيلي وو چې دوحه مذاکراتو کښې مهم پرمختګ شوي او اميد لرو چې د روانې مياشتې آخره پورې به  امريکې سره معاهده لاس ليک شي

د هغه وينا وه چې طالبانود امن معاهدې د لاس ليک  پورې د يو څو ورځو لپاره خپلې کارروائۍ نه کولو باندې اتفاق کړيدے چې مقصد ئې د بهرملکي پوځيانو د انخلا لپاره محفوظ ماحول جوړول دي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.