شاه محمود قريشي د قطر هم منصب سره افغان سولي عمل په معامله خبري کړي

خارجه وزير د امريکې دورې وروستو د قطر غير اعلانيه دوره کړي او سيمې امن بحالۍ لپاره د پاکستان کردار نه د قطر هم منصب ئې خبر کړېدي

سرکاري خبري ادارو ترمخه خارجه وزير شاه محمود قريشي دوحه کښې د قطر هم منصب او نائب وزيراعظم  شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره ملاقات کړېدے

ملاقات په مهال افغان سولي عمل لپاره روان کوششونه،دوحه کښې د امريکې او طالبانو مذاکرات کښي شوي پرمختګ او د سيمې امن او امان په صورتحال خبري شويدي

شاه محمود قريشي په دې موقع ووئيل چې افغانستان امن بحالۍ کښې پاکستان په مخلصانه توګه خپل کوششونه جاري ساتلي دي او نړي والې وررولۍ هم د پاکستان د دې کوششونو ستائينه کړيده

خارجه وزير دا هم ووئيل چې  د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکراتو بحالۍ سره افغانستان کښې تير څلور لسيزو راهسې جاري تشدد د خاتمے او امن د قيام اميدونه پيدا شويدي

دواړو مشرانو د ايران او امريکې ترمينځه تاؤ تريخوالي او په منطقه د دې اثراتو په معامله هم خبري وکړي او دې سلسله کښې شاه محمود قريشي د سيمي امن قيام په حواله د پاکستان د کوششونو نه د قطر خارجه وزير خبر کړو

شاه محمود قريشي واضحه کړه چې په سيمه کښې يو نوي جنګ د هيڅ يو ملک په مفاد کښې نه دے او دا چې  مشرقي وسطي کښې پيدا شوي تاؤ تريخوالې دې په سفارتي سطح او د مذاکراتو د لارې حل کړې شي

د قطر خارجه وزير افغان سولي عمل کښې مرسته کولو او سيمې امن بحالۍ لپاره د پاکستان د کردار او کوششونو تعريف کړېدے

امريکه کښې د خارجه وزير اهم ملاقاتونه

د قطر دورې نه مخکښې خارجه وزير د امريکې دوره هم کړي وه او واشنګټن کښې ئې خپل هم منصب مائيک پومپيو،د امريکې سلامتيا مشير رابرټ اوبرائن، نائب وزير دفاع دفاع جان روډ او سنيټر لينډسے ګراهم سره اهم ملاقاتونه کړي وو او ورسره ئې  د افغانستان او د مشرقي وسطې په موجوده صورتحال خبرې اترې کړي وے

د خارجه وزير د امريکې دورې مقصد د ايران او امريکې ترمينځه پيدا شوي صورتحال په معامله د پاکستان تګ لارې نه امريکني واکمن خبرول وو

شاه محمود قريشي دا دوره د وزيراعظم عمران خان په هدايت کړي،ذرائع وائي چې امريکني واکمنو سره ملاقاتونو دوران خارجه وزير په ممکنه توګه د ايران او امريکې ترمينځه کيدونکي جنګ نه هر حال کښې ډډه کولو باندې زور راوړې دے او امريکني انتظاميه باندې ئې زور راوړې دے چې ايران سره دې د کمانډر جنرل سليماني وژنې وروستو پيدا شوي تاؤ تريخوالي د خبرو اترو د لارې حل کړي

واشنګټن کښې شوي د شاه محمود قريشي د ملاقاتونو دوران د افغانستان په صورتحال هم په خصوصي توګه خبري شويدي او خارجه وزير د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکراتي عمل کښې د پاکستان کردار په ډاګه کړيدے

وروستو واشنګټن کښې ميډيا سره خبرو په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي وو چې مائيک پومپيو سره ئې افغانستان سولي عمل او د بهرملکي پوځيانو انخلا په موضوعاتو خبري کړيدي

د هغه وينا وه چې امريکې دې په دې ذمه وارې د افغانستان نه پوځ واپس راوبللي چې آئنده لپاره د افغانستان خاوره بيا د ترهه ګرۍ مرکز ونه ګرځي

شاه محمود قريشي زياته کړه چې پاکستان د امريکې په درخواست افغان طالبان مذاکراتو ته قائل کړي وو او دا چې د طالبانو جنګ بندۍ ته رضامندي سولي عمل  کښې اهم پرمختګ دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.