پرويز مشرف پهانسۍ سزا باندې د پوځ سخت غبرګون؛او د مقدمې پس منظر

پوځ کښې د غم او غصے کيفيت دے،د ملک خدمت کونکې څنګ غدار کېدې شي؟

سنګين غدارۍ مقدمه کښې د  پخواني صدر پرويز مشرف خلاف د خصوصي عدالت فيصله باندې د پاک پوځ ترجمان لخوا سخت رد عمل راغلے دے

خپل بيان کښې ميجر جنرل آصف غفور وئيلي دي چې دې مقدمه کښې قانوني تقاضے نه دي پورا کړي شوے او عدالتي کارروائي په شخصي بنياد شويده

بيان ترمخه د خصوصي عدالت د قيام لپاره هم  آئيني او قانوني تقاضے نه دي پورا کړي شوے او عدالت پرويز مشرف د دفاع د بنيادي حق نه هم محرومه ساتلي شويدے

د پاک پوځ ترجمان بيان کښې زياته کړي شويده چې جنرل پرويز مشرف د ملک د دفاع لپاره جنګونه کړيدي،هغه آرمي چيف، چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف او د پاکستان صدر پاتي شويدے آيا 40 کاله د ملک خدمت کونکې غدار کيدې شي؟

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې پوځ توقع لرله چې عدالت به د ملک د آئين مطابق پرويز مشرف سره انصاف وکړي ولې خصوصي عدالت په تادې کښې دا کيس فيصله کړېدے

د ميجر جنرل آصف غفور بيان نه مخکښې جي ايچ کيو کښې د آرمي چيف مشرۍ کښې خصوصي کانفرنس شوي وو،چې پکښې د فوج سينئرافسرانو ګډون کړي وو

ذريعو ترمخه دې هنګامي کانفرنس کښې  پرويز مشرف ته خصوصي عدالت لخوا اورولي شوي  د پهانسي سزا په اړه قانوني او آئيني جائزه اخستي شويده

مشرف خلاف د خصوصي عدالت فيصله:

پخواني آمر ته سنګين غدارۍ مقدمه کښې درې کسيزه خصوصي عدالت د پهانسۍ سزا اورولي وه

جسټس وقار احمد سيټ ،جسټس شاهد کريم او جسټس نذر اکبر باندې مشتمل د خصوصي عدالت بنچ خپله مختصر فيصله کښې وئيلي وو چې په پرويز مشرف آئين د خپو لاندې کولو مقدمه ثابت شويده

د عدالت په مختصر فيصله کښې وئيلي دا هم وئيلي شوي وو چې پرويز مشرف په دريم نومبر2007 کښې د ملک آئين پامال کړي وواو عدالت د آرټيکل شپږم د لاندې پرويز مشرف ته د پهانسۍ سزا اوروي

فيصلے ترمخه د بنچ دوه ججان مشرف ته سزا ورکولو په حق کښې وو ولې يو جج دې فيصلے سره مخالفت ښودلي دے

د نهې په ورځ چې کله د دې مقدمې سماعت شورو شو نو حکومتي پراسيکيوټر جنرل علي ضيا عدالت ته ووئيل چې دې مقدمه کښې درې متفرق درخواستونه جمع کړي شويدي

د هغه وينا وه چې حکومت  دې کيس کښې  شوکت عزيز،عبدالحميد ډوګر او زاهد حامد هم ملزمان جوړول غواړي

د دې په جواب کښې عدالت ووئيل چې مونږ خو نن د دې کيس فيصله اوروله ولې درې نيم کاله پس دې مقدمه کښې نور درخواستونه جمع کولو مطلب دا دے چې د حکومت نيت ټهيک نه دے او دا مقدمه اوږدول غواړي

د سماعت په وخت د پرويز مشرف وکيل رضا بشير عدالت ته پيش شوي او خپل دلائلو کښې ئې وئيلي دي چې مشرف له د منصفانه ټرائل حق ورکول پکار دي بايد چې عدالت هغه له د بيان جمع کولو موقع ورکړي

د دې په جواب کښې جسټس نذر اکبر ووئيل چې پرويز مشرف له د بيان ريکارډ کولو لپاره عدالت  شپږ موقعے ورکړې وے

د پاکستان د تاريخ د ټولو اهم مقدمې پس منظر

د پاکستان په تاريخ کښې دا وړومبې ځل دے چې عدالت ملک سره غداري کونکي ته د پهانسۍ سزا اورلې ده

پرويز مشرف په دريم نومبر کال 2007  کښې آئين مات کړي وو،ملک کښې ئې د ايمرجنسي د نفاذ اعلان کړي وو چې لوجې ئې د هغه وخت چيف جسټس آف پاکستان افتخار محمد چودهري پشمول 61 ججان د خپلو عهدو نه فارغ کړي شوي وو

مسلم ليګ ن 2013کښې د پرويز مشرف خلاف آئين شکنې مقدمه درج کړي وه

د دې مقدمې سماعت لپاره په شلم نومبر2013 خصوصي عدالت قائم کړي شوي وو

عدالت د مارچ مياشتې په يوديرشمه نيټه کال 2014 کښې په پرويز مشرف فرد جرم لګولي وو

د دې مقدمے سماعتونه خواؤ شا شپږ کاله جاري وو،دې دوران د خصوصي عدالت مشري کونکي څلور ججان بدل کړي شوي وو او شپږ ځله دا عدالت مات شوي وو

د مقدمې اوريدنې لپاره پرويز مشرف صرف يو ځل خصوصي عدالت ته پيش شوي وو وروستو عدالت نه مسلسل غير حاضرۍ لوجې په 19جون2016 کښې عدالت پرويز مشرف مخرور(اشتهاري) ګرځولي وو

پرويز مشرف په اتلسم مارچ 2016  کښې د علاج لپاره د ملک نه بهرتلے وو او تر دې دمه هلته ميشته دے

روان کال اکتوبر مياشتې کښې وفاقي حکومت دې مقدمه کښې د استغاثه ټول ټيم  فارغ کړي وو

خصوصي عدالت د کيس فيصله د نومبر مياشتې په اتويشتمه نيټه اوروله ولې د اسلام آباد هائي کورټ په حکم دا فيصله اودرولي شوي وه

د اسلام آباد هائي کورټ د حکم په رڼا کښې خصوصي عدالت مشرف له نور مهلت هم ورکړي وو او د دې کيس ئې درې سماعتونه کړي وو ولې  هغه عدالت ته بيان ورنه کړې شو

په فيصله د مشرف رد عمل

پرويز مشرف لخوا هم په دې فيصله سخت رد عمل رامخې ته شوي او په دې ئې د افسوس اظهار کړيدے،عدالتي فيصلے نه پرويز مشرف د ټي وي چينلو د لارې خبر شويدے

ذرائع وائي چې مشرف فيصله کړي چې د خپلو وکيلانو سره د صلاح مشورې وروستو به په دې فيصله خپل رد عمل ښائي او خپله تګ لاره به واضحه کوي

څو ورځې وړاندې دوبئ هسپتال نه جاري کړي شوي خپل ويډيو پيغام کښې مشرف په عدالت نيوکي کړي وے او وئيلي ئې وو چې عدالت ورسره انصاف نه کوي او د هغه موقف د اوريدو موقع هم نه ورکوي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.