پاکستان او افغانستان واکمنو سره د سنيټرلنزے ګراهم اهم ملاقاتونه

امريکني سنيټر افغان سولي عمل په حواله وزيراعظم او آرمي چيف سره ملاقاتونه کړي وروستو ئې کابل کښې اولسمشر اشرف غني سره هم اهم ميټنګ کړېدے

د امريکې حکمرانې ډلي ري پبلکن ګونډ سنيټر لنزے ګراهم سره د نورو سنيټرانو د پاکستان او افغانستان سفر کړے او د دواړو ملکونو د واکمنو سره ئې اهم ملاقاتونه کړيدي
لنزے ګراهم د اتوار په ورځ ناوخته د اسلام آباد په دوره راغلي وو او د وزيراعظم عمران خان سره ئې ملاقات کړي وو
ملاقات دوران د شريکې دلچسپي په معاملو،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ،د سيمې او په خصوصي توګه د افغانستان سولې عمل په حواله خبرې اترې شويدي
په دې موقع وزير اعظم عمران خان ووئيل چې د پاکستان او امريکې ترمينځه مضبوط تعلقات او شراکت داري د سيمې امن او ترقۍ لپاره ضروري ده
خبرو دوران د افغانستان په موجوده صورتحال هم د خيالاتو بدلون شويدے او په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې افغانستان کښې امن او استحکام د پاکستان خپل مفاد لپاره هم ضروري دے او دا چې د سولې عمل لپاره به د پاکستان د سهولت کارۍ کردار جاري وي
امريکني سنيټر د افغان امن عمل ملاټر کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړېده او وئيلي ئې دې د پاکستان اقتصادي پرمختګ لپاره به هغه خپل کردار جاري ساتي
لنزے ګراهم د ترقياتي کارونو د لارې قبائلي علاقے قامي وحدت کښې شاملولو په حواله د حکومت د کاميابواو په پاک افغان پوله ئې د ازغن تارونه لګولو اقدامات ستائيلي دي
وزيراعظم د کشمير د موجوده صورتحال نه امريکني سنيټر خبر کړي او د هغه پام ئې بهارت کښې اقليتونوخلاف د نريندر مودي حکومت امتيازي پاليسو په طرف راګرځولي دے
عمران خان په امريکني سنيټر زور راوړې دے چې د کشمير په معامله د سيمې امن او استحکام صورتحال نور د خرابيدو نه بچ کولو لپاره دې امريکه خپل کردار ادا کړي

آرمي چيف سره د لنزے ګراهم ملاقات


وزيراعظم سره د ملاقات نه پس امريکني سنيټر د جي ايچ کيو دوره هم کړي او هلته ئې د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کړېدے
د پاک پوځ ترجمان ميجر جنرل آصف غفور بيان ترمخه ملاقات کښې د افغان امن عمل پشمول د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبري شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې سنيټر لنزے ګراهم د سيمې امن او استحکام لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه وکړه

اسلام آباد نہ پس لنزے ګراهم کابل تہ سفر 

د اسلام آباد سفر ورستو کابل کښې د لنزے ګراهم پړاؤ

د پاکستان دوره مکمل کولو وروستو امريکني سنيټران افغانستان ته تلي او کابل کښې ئې د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني او نورو واکمنو سره ليده کاته کړيدي
ارګ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې اولسمشر اشرف غني امريکني سنيټر ته وئيلي دي چې ترهه ګري اوس هم دواړو هيوادنو سيکيورټۍ لپاره لويه خطره ده بايد چې په شريکه ئې مبارزه وشي
بيان کښې مخکښې وئيلي شويدي چې دې ملاقات کښې د افغانستان روان حالاتو،د طالبانو او امريکې مذاکرات او افغانستان نه بهر د ترهه ګرو مرکزونو په موضوعاتو د خيالاتو بدلون شويدے
دواړو مشرانو د پوځ انخلا په معامله هم خبرې کړي او لنزے ګراهم وئيلي دې چې صدر ډونلډ ټرمپ دې هفته کښې افغانستان نه د پوځيانو د واپسۍ اعلان کوي
د دې په جواب کښې اولسمشر اشرف غني ووئيل چې افغانستان کښې دا وخت نوي فيصده نظامي عمليات افغان سيکيورټي فورسز کوي
لنزے ګراهم د امن بحالۍ او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ کښې د افغان سيکيورټي اهلکارو د پياوړتيا تعريف وکړو او د دې عزم اظهار ئې وکړو چې افغانستان کښې تير اتلس کالو دوران ترلاسه شوي کاميابۍ برقرار ساتلو په غرض به د افغان سيکيورټي فورسز تربيت او مرستې جاري وي
اولسمشر سره د ملاقات نه پس خبري کانفرنس دوران لنزے ګراهم وئيلي دي افغانستان کښې د امريکني پوځيانو شميره د راکمولو په حواله د صدر ډونلډ ټرمپ د اعلان به هرکلي وکړو

افغان امنيت لپاره څومره بهرملکي پوځ اړتيا لري؟


افغانستان ته پرله پسې دې دوه مياشتو کښې د امريکني صدر ټرمپ پشمول د نورو اعلي چارواکو سفرونه څرګندوي چې واشنګټن انتظاميې هم دې کال لپاره افغانستان نه د پوځ واپس رابللو پلان اعلانولي شي
امريکني پوځيانو سره يوتشکر مراسم نمانځلو لپاره تيره مياشت باګرام هوائي اډه باندې پوځيانو ته خپله وينا کښې صدر ټرمپ وئيلي وو چې افغانستان نه د پوځيانو شميره راکمه وو
صدر ټرمپ دا وضاحت نه دي کړے چې د څومره پوځيانو د انخلا پروګرام لري ولې دوه ورځې مخکښې د امريکې خبري ادارو خبر ورکړي چې 4000 پوځيان به د افغانستان نه خپلو کورونو ته واپسي وکړي
دا مهال په افغانستان کښې د امريکې تر ديارلس زرؤ پورې پوځيان ميشته دي چې پکښې پنځه زره د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې بوخت دي ولې باقي افغان سيکيورټي فورسز له تربيت ورکوي
قوي امکان دے چې امريکه به د ډير وخت لپاره په افغانستان کښې خواؤ شا 8000 پوځيان پاتي کړي او باقي به يو څو مياشتو کښې په مرحله وار توګه واپس راوبللي شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.