افغانستان کښې د پوځ شميره کمولو باندې غور روان دے،جنرل مارک ميلي

طالبانو سره سوله خبرې هم ضروري دي ولې افغانستان بيا ترهه ګرو ته پريښودل هم نه غواړو،مارک ايسپر

افغانستان کښې د امريکې تر لوئي پوځي مرکز باندې د طالبانو د بريد يو ځو ساعت وروستو د امريکې پوځي مشرانو خبر ورکړيدے چې افغانستان نه د پوځ واپسۍ په معامله غور روان دے

د امريکې چيئرمين جوائنټس چيف آف سټاف جنرل مارک ميلي او وزير دفاع مارک ايسپر د کانګرس غونډې ته حاضر شوي او د افغانستان په صورتحال ئې ايوان ته وينا ګاني کړيدي

د جنرل مارک ميلي وينا وه چې افغانستان کښې د پوځ شميره کولو په حواله په مختلفو چارو غور روان دے او صدر ټرمپ اراده لري چې د دوي شميرې دې راکمه کړي

افغانستان کښې دا مهال د امريکې 14000 پوځيان ميشته دي چې پکښې زياتره د افغان سيکيورټي فورسز تربيت او دوي له صلاح مشورو لپاره موجود ولي او خواؤ شا پنځه زره اهلکار براه راست جنګي ماموريت کښې برخه اخلي

د امريکې د پوځ مشر دا نه ده واضحه کړي چې څومره پوځيانو د انخلا فيصله شوي او دا پوځيان به د کله نه خپل هيواد ته واپسي کوي ولې هغه واضحه کړيده چې د انخلا مطلب دا نه دے چې ګني ټول عسکر بيرته رابلو بلکه د ترهه ګرو خلاف د کاررائيو لپاره هلته څه پوځيان پريښودل هم د ټرمپ د پاليسۍ برخه ده

په دې موقع د امريکې وزير دفاع مارک ايسپر ووئيل چې افغانستان ته د امريکني پوځ د ليږلو مقصد د ترهه ګرو په ضد عمليات کول او دا خاوره آئنده لپاره د بل هيواد خلاف د استعماليدو مخه نيول وو او نه غواړو چې راتلونکي وخت کښې د نائن اليون غوندې دوئمه پيښه رامخې ته شي

مارک ايسپر زياته کړه چې طالبانو سره د سولې په حواله روان کوششونو سره سره به امريکه په افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف خپل عمليات هم دوام دار ساتي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.