ايمل ولي او افغان سفير عاطف مشعال ملاقات؛ امنيتي صورتحال خبري

د اے اين پي مشر ډاکټر ناکامورا په مړينه افغان دولت سره د غمرازۍ اظهار هم کړيدے

د عوامي نيشنل پارټۍ د دفتر  لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ايمل ولې خان د افغانستان سفارتخانې ته تلے او هلته ئې افغان سفير عاطف مشعال سره ملاقات کړيدے

بيان ترمخه ايمل ولي خان په جلال آباد ښار کښې د جاپان خېرښيګړۍ تنظيم مشر ډاکټر ناکامورا باندې شوي حملے غندنه کړے او دې حمله کښې د ناکامورا او د هغه د ملګرو په مړينه ئې د اے اين پي ګو ند لخوا افغان دولت او اولس سره د غمرازۍ اظهار کړيدے

ايمل ولي خان ډاکټر ناکامورا ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړي او وئيلي ئي دي چې  ډاکټر ناکامورا خپل ژوند افغانانو لپاره وقف کړي وو او د پښتنو د خدمت په بدل ئې د خپل سر قرباني ورکړه

ډاکټر ناکامورا باندې قاتلانه حمله د شورو په ورځ هغه مهال شوي وه کله چې هغه د خپل کور نه د دفتر په طرف روان وو، د جاپان د اين جي او د مشر په ګاډي درې بريد ګرو ډزي کړي وے چې په نتيجه کښې ډاکټر ناکامورا سخت ژوبل شوي وو او هغه سره ګاډي کښې ناست درې ساتونکي او دوه نور کسان په حق رسيدلي وو ولي ناکامورا وروستو د ژور زخمونو لوجې ساه ورکړي وه

ډاکټر ناکامورا د افغانستان اولس او په خصوصي توګه ننګرهار ولايت لپاره چې کوم خدمات ترسره کړي وو هغه به تل تر تله ياد ساتلي شي۔ د ډاکټر ناکامورا تنظيم (پي ايم ايس) د کرکيلے په شعبه کښې تير ديارلس کالو راهسې دوران د ننګرهار ولايت په زرګونو جريبه زمکه د فصلونو د کاشت قابل جوړه کړي وه او هغه په څلور زره ايکړه زمکه باغونه هم کريلي وو

د اے اين پي خيبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان او افغان سفير عاطف مشعال ترمينځه ملاقات کښې د دواړه ګاونډي هيوادونو په تعلقاتو او د شريکي دلچسپې په معاملو هم د خيالاتو بدلون شويدے

دغه رنګ دواړو مشرانو د پولو يو خوا بلخوا پراته پښتنو په ستونزو او د افغانستان امنتيي صورتحال په معاملو هم خبرې اتري کړيدي

په دې موقع ايمل ولي خان ووئيل چې د پاکستان او د نړۍ امن د افغانستان امنيت سره تړلي شويدے او دا چې د افغانستان مسئله صرف او صرف د خبرو اترو د لارې حل کيدي شي

د اے اين پي مشر د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو د بحالۍ هرکلي وکړو او وئي وئيل چې د سولې مذاکرات د افغان دولت او افغان اولس د شموليت نه بغير نه شي کاميابيدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.