امریکہ۔طالبان مذاکرات آغاز؛صدر اشرف غني او زلمي خليل زاد ترمينځ مشاورت

زلمې خليل زاد به د افغانستان دورې وروستو قطر ته ځي او افغان طالبانو سره به مذاکرات کوي، امريکه خارجه وزارت

د افغانستان په دوره تلي امريکني استاذي زلمي خليل زاد د اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره ملاقات کړيدے او ورسره ئې د افغانستان په موجوده صورتحال په معامله خبري کړيدي

ارګ لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دې ملاقات کښې د جنګ بندۍ او افغانستان نه بهر د طالبانو پټو ټهکانو د ستونزو په معاملو خبري شويدي

بيان ترمخه هم په دې دوه موضوعاتو څو ورځې مخکښې  باګرام هوائي ډګر باندې د اولسمشر اشرف غني او د هغه امريکائي هم منصب ډونلډ ټرمپ ترمينځه هم د خيالاتو بدلون شوي وو

بيان کښې زياته کړي شويده چې اولسمشر اشرف غني امريکني استاذي ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې مخ په وړاندې بوتللو مقصد لپاره بايد چې  دواړه ذکر شوي موضوعات په جدي ډول په پام کښې ونیولي شي

سرچينو ترمخه زلمي خليل ذاد د طالبانو سره دوحه کښې ملتوي شوي مذاکرات بيا شورو کولو په حواله د خپل کوششونو نه اولسمشر اشرف غني خبر کړيدے

دغه رنګ دواړو مشرانو بين الافغاني مذاکرات او افغان دولت او طالبانو ترمينځه براه راست مذاکراتو په موضوعاتو هم  د خيالاتو بدلون کړيدے

زلمې خليل زاد د شورو په ورځ په غيراعلانيه دوره افغانستان ته تلي وو او د هغه د دورې نه يو څو ګهنټې وروستو د امريکې خارجه وزارت لخوا بيان جاري کړي شوي وو چې پکښې وئيلي شويدي چې خليل زاد به افغان واکمنو سره د ملاقاتونو  نه پس قطر ته هم سفر کوي

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې دوحه کښې به زلمې خليل زاد د طالبانو سره ملاقات کوي او ورسره به  افغانستان کښې روان تاؤ تريخوالې ختمولو او جنګ بندولو په معاملوخبرې کوي

د امريکې او طالبانو ترمينځه سولې په حواله  مذاکراتو سلسله کښې نهه ملاقاتونه شوي وو چې پکښې جنګ بندي،د افغانستان خاوره آئنده لپاره د بل هيواد خلاف نه استعماليدو معاملې بشمول د بهرملکي پوځيانو انخلا او قيديانو تبادلې په موضوعاتو خبرې اترې شوي وے

د مذاکراتو آخرنې مرحله کښې دواړه فريقين د  امن لوظنامې په مسوده  متفق شوي وو او په لوظنامه د لاس ليک تيارۍ هم روانې وے ولې کابل کښې د طالبانو د خود کش حملے چې پکښې يو امريکني وګړي وژلي شوي وو وروستو صدر ډونلډ ټرمپ د ستمبر په اتمه نيټه دا مذاکرات ملتوي کړل

د دې مذاکراتو د ځنډيدو سره سولې لپاره شوي ټول کوششونه هم ضائع شوي وو ولې تيره مياشت د امريکې او طالبانو ترمينځه شوي قيديانو تبادلي وروستو يو وارې بيا د جنګ د فريقينو ترمينځه روغۍ جوړې اميد پيدا شويدے او د ټول افغان اولس سترګې دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه د مذاکراتو د نوې مرحلے شورو کيدو په طرف دي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.