افغانستان کښې بيا د امريکہ۔خوښ حکومت راوستو تيارۍ

امريکني وزير خارجه د ډاکټر عبدالله سره رابطه، ناټو کمانډر سکاټ ملر جنرل دوستم سره ملاقات

افغانستان کښې له تر دې دمه سياسي بحران تم شوي نه دے حالانکه د اولسمشرۍ د ټاکنو66 ورځې پوره شوے ولې د ټاکنو خپلواکه کميشن تر دي دمه ابتدائي نتائج جاري کولو کښې پاتي راغلي دے

هيواد کښې ورځ تر بله سيوا کيدونکي سياسي بحران ټول سياسي پارټۍ په تشويش کښې اچولي دي او دې سلسله کښې د صدارتي ټاکنو د اميدوارانو کونسل په مشترګه توګه افغانستان کښې مشترکه قامي حکومت د جوړولو مطالبه کړيده

د کونسل د ممبرانو وينا ترمخه يو اتحادي حکومت جوړولو د لارې  موجوده انتخاباتي بحران ختميدي شي

دوي تور لګولي دے چې انتخابي عمل کښې حکومتي لاس وهنه سيوا شويده او هم دغه وجه ده چې تر دې دمه د صدارتي ټاکنو نتائج اعلان د لم ليټ ښکار دي

د اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقي دغه ټول الزامونه مسترد کړي او وئيلي ئي دي چې مشترکه قامي حکومت جوړولو په حواله د صدارتي ټاکنو د اميدوارانو کونسل مطالبه غير قانوني ده

په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې صديق صديقي وئيلي دي چې افغان اولس په انتخاباتو کښې دا ډله مسترد کړيده بايد چې  صدارتي اميدواران دې د اولس د مرضۍ او فيصلے درناوي وکړي

د ټاکنو خپلواکه کميشن د صدارتي ټاکنو ابتدائي نتيجے اعلان لپاره درې وارې ورکړي شوي تاريخونو کښې رد بدل کړي او د ټاکنوکميشن ډپټي کمشنر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي وو چې د اليکشن کميشن سيکټريټ به د اتوار په ورځ 27 ولايتونو کښې د ووټونو د دوباره شميرې په حواله مکمل رپورټ  د کميشن مشرې حوا عالم نورستاني ته وليږي خو تر دې دمه سيکټريټ لخوا دا رپورټ نه دي استولي شوے

بلخوا امريکني چارواکو هم  د افغانستان سياسي بحران د حل راويستو لپاره کوششونه شورو کړيدي او په دې موضوع د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو د افغان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ټيلي فون د لارې خبرې کړيدي

ډاکټر عبدالله په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې مائيک پومپيو سره ئې افغانستان ته شوي د صدر ډونلډټرمپ سفر،افغان مفاهمتي عمل  او د صدارتي ټاکنو په معاملو خبري کړيدي

د امريکني خارجه وزير او افغان چيف ايګزيکټيو د رابطے نه څو ګهنټې مخکښې افغانستان لپاره د ناټو کمانډر جنرل سکاټ ملر او د افغانستان قائم مقام وزير دفاع اسدالله خالد جوزجان ولايت کښې د جنرل دوستم سره ملاقات کړي وو او ورسره ئې  اولسمشرۍ ټاکنو په معامله خبري کړي وو

د ملاقات وروستو ميډيا سره خبرو کښې جنرل دوستم هم صدارتي ټاکنو نتائجو په لم ليټ د تحفظاتو اظهار کړي او وئيلي ئي دي چې د ټاکنو خپلواکه کميشن دې دا بحران په فوري توګه ختم کړي او د ستمبر په 28 نيټه شوي انتخاباتو د نتيجے اعلان دي وکړي

جنرل دوستم دا مطالبه هم کړي چې اليکشن کميشن دې د بائيوميټرک سسټم او غير بائيوميټرک سسټم د لارې پول شوي ووټونو په حواله هم زر تر زره فيصله وکړي او په دې حواله دې د ټولو صدارتي اميدوارانو تحفظات ختم کړي

افغانستان کښې کال 2014 کښې شوي صدارتي اليکشن دوران هم دا قسمه سياسي بحران راپيدا شوي وو دغې ټاکنو په ابتدائي نتائجو کښې هيڅ يو اميدوار پنځوس فيصد نه سيوا ووټونه نه وو اخستي چې لوجې ئې دا ټاکنې دوئمے مرحله ته اوړيدلي وے او دغې مرحله کښې ډاکټر اشرف غني خپل مخالف اميدوار ډاکټر عبدالله عبدالله له ماتي ورکړي وه

د اشرف غني مخالف اميدوار ډاکټر عبدالله عبدالله د دې ټاکنو نتائج د منلو نه انکاري وو او افغانستان کښې سياسي بحران رامخې ته کيدو انديښنه وه ولې د امريکې په مداخلت د هغه وخت خارجه وزير جان کيري د دواړه صدارتي اميدوارنو سره ملاقاتونه کړي وو او دوي ئې په مخلوط حکومت جوړولو رضا کړي وو چې ترمخه ئې د افغانستان په تاريخ کښې په وړومبې ځل اولسمشر سره سره د چيف ايګزيکټيو عهده هم معرفي کړي شوه او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان چيف ايګزيکټيو مقرر کړي شو

امريکه په دې کوشش کښې ده چې واشنګټن کښې راتلونکي صدارتي ټاکنو نه مخکښې مخکښې دې د افغانستان د کشالې څه نه څه حل راوباسي او دې سلسله کښې که يو خوا طالبانو سره مذاکراتي عمل لپاره کوششونه روان دي نو بلخوا امريکه غواړي چې افغانستان کښې پيدا شوي موجوده سياسي بحران هم په فوري توګه ختم شي هم دې سلسله کښې پومپيو د ډاکټر عبدالله عبدالله سره رابطه کړي او د ناټو کمانډر د جنرل دوستم سره ليده کاته کړيدي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.