د ګوهر نويد د پياوړي مخکتنه

په درناوي اقبال حسين افکار

د نومبر 15نيټه کال 2019 د جمعې په ورځ مازديګر د ادبي دوستانو مرکې مردان د سيورې لاندې د نومياله شاعر اديب پروفيسر ګوهر نويد د خاکو د نوي مجموعې ” پياوړي “ د مخ کتنې دستوره د ياد شاعر ،اديب ، دانشور عبدالسبحان خان په مشرۍ کښې په مردان پريس کلب مردان کښې وشوه- ددستورې خصوصي ميلمانه ښاغلے ګل محمد بيتاب ، سردار پنج پير وال، اقبال حسين افکار ، فيض الوهاب فيض، نذير يوسفزے وو ۔

په دريځ د پښتو ادبي دوستانو مرکې مردان چير مين ښاغلي مهر انديش وکړه نظامت ښاغلي سليمان کامل ، ښاغلي اکبر هوتي او ښاغلي جنګريز اعوان په ډير ښه انداز ترسر کړو ۔ پروفيسر اصغر نسيم ، نورالرحمان سحر ،تاج الدين فطرت مقالے واورولے په کومې کښې چې د خاکې د فن په تناظر کښې د پروفيسر ګوهر نويد په نوي کتاب ” پياوړي“ کښې شامليو خاکو تنقيدي جاج اغستې وو

مقاله ويونکيو د ښاغلي علمي ادبي هڅې وستاٸيلې او د هغه کتابونه يې په پښتو ادب کښې غوره اضافه وګڼله ښاغلي ذاکر يوسفزي ،فرزانه رسول صنم يوسفزۍ ، صديق اکبر رضا ،آياز حسرت ، محمد سعيد سعيد يو بل ملګري منظوم خيراج ګوهر نويد ته وړاندې کړو په دې دستوره کښې د مردان ښار خواؤ شاه کلو د ادبي تنظيمونو استازو د تخت باٸي او صوابۍ نماٸينده شاعرانو اديبانو سره د اسلام آباد د پښتو ادبي سوساٸيټۍ په استاذي توب اقبال حسين افکار ،طيب اللّه خان او عظمت اللّه خټک ګډون وکړو ۔

په کاميابه دستورې انعقاد د ادبي دوستان مرکې ملګرو ته مبارکي وايو ۔ او د ګوهر نويد د خاکو نوے کتاب په پښتو ادب کښې غوره اضافه ګڼو په دې کاميابه ادبي هڅه ګڼو او مبارکي ورته وايم . په دې دستوره آغلې ناز پرور ناز او آغلې نرګس ادا هم ګډون کړې وو ۔ په دې موقع د ادبي دوستانو مرکې چيرمين ښاغلي مهر انديش وويل چې مرکه به ډير زر په مردان کښې د پښتو ژبې د ميرمنو شاعرانو ،ليکوالانو دپاره بيله څانګه پرانستې شي چې ددوي به خپل تنظيم او دفتر وي ادبي مرکې ملګري به ددوي په شا لکه د ايلم د غر ولاړ وي د مهر انديش ددې وينا سره ماته د ارواښاد مشر انديش شمس القمر دا شعر راياد شو
لاس آزاد د رقيبانو اداګانو
زه ولاړ لکه د غر د ګل په شا يم
پروفيسر اصغر نسيم وويل چې د ګوهر نويد پياوړي خاکو شخصيتونه سيمه ايز دي او لهجه يې هم سيمه ايزه ده د ښاغلي اصغر نسيم ددې خبرې نه داسې بريښي لکه چې ښاغلے د پښتو ادب لوسته بيخي نه لري کني داسې به يې چرې هم نه وو ويلي ولے د پروفيسر ګوهر نويد د پياوړي کښې د پښتو پښتنو پياوړو کښې محمد اسلام آرماني ،عبدالسبحان خان، فيض الوهاب فيض، اسرار اتل ، سليم ناشاد ، آفتاب ګل بڼ ،فيصل فاران،محمد سعيد سعيد،مامون الرشيد باچا ،اظهاراللّه اظهار وغيره شامل دي دا هغه د پياوړي دي چې د پښتنو د پښتنو لراو بر شمال جنوب د تخليقي تنقيدي او تحقيقي جوهر په وجه خپله پيژندګلو لري ۔ کومې خاکې چې د خپلو ملګرو او يا رشته دارو ليکلې شوي دي هغه هم مقصدي دي ۔

” نورالرحمان سحر په پښتنه ټولنه کښې د پښتنو ته د هغوي هغه خامۍ ور په ګوته کړې د چې د خپل ورور عزيز يار آشنا د صلاحيتونو د اعتراف په ځاې د هغه تضحيک کوي “۔ يقينناً هم داسې ده پکار دي چې مونږ هغه چا چې ځاني توګه يا اجتماعي خپل صلاحيتونه د خپلې ټولنې د خير پرمخ تګ له پاره کاره وي په جار اعتراف وکړو او ددغې خلقو او تنظيمونو له درناوې ورکړو ۔ د ښاغلي تاج الدين فطرت په لطيف او شګفته انداز کښې د پروفيسر ګوهر نويد د هغه فن او شخصيت سره د خپلې ټولنې د ناسمو په سمو د اصلاح کړې وه دغه وجه وه چې د تاج الدين فطرت دغه ليکنه اوريدونکيو ډيره خوښه کړه ۔

داد دستوره دومره کاميابه وه چې د نورو سره ښاغلے سيد مامون الرشيد باچا مې هم خوشحاله وليدل ۔ د ښاغلي ګوهر نويد په پياړي او په پښتو ادب کښې سرقې او ترجمې ما يو بشپړه تجزياتي ليکنه کړې وه چې وحدت او ويب پيج پښتون ګزيټ کښې چاپ ده او فيس بک هم ډيرو مينه والو ستايلې وه خو دلته په ډانګ پيلي وايم چې زه يا بل څوک دا استحقاق نه لرو چې ګوهر نويد ته د مردان او يا د پښتونخوا په کچ د نمبر يو ،دوه ،درې او يا څلورم پوزيشن ورکړو او يا ورته د پښتو ادب د ماما ، کاکا، بابا يا دادا خطاب ورکولو جسارت وکړو خو دا په جار د هغه د کتابونو لوستو روستو وايم چې د ښاغلي ګوهر نويد نوم د پښتو په جديد تخليقي،تحقيقي او تنقيدي ادب کښې غوره اضافه ده ژوندے بريالے دې وي چې دغه رنګ د پښتو لمن د دغه رنګ کتابونو راډکه وي۔ د دستورې د ځنو سامعينو خيال وو چې په دريځ ناستو ښاغليو ته د اظهار موقعه ورکول د هغوي استحقاق وو بايد چې احترام يې شوے وے بھر حال بيا هم داد خفګان خبره نه ده خو بيا دپاره ورته پام پکار دے ۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.