د زوي د بے ګناه قتل د انصاف آرمان د نقيب الله محسود پلار تر ګوره يوړو

د نقيب الله پلار محمد خان د کينسر د رنځ لوجې د پنډۍ په هسپتال کښې ساه ورکړے

کراچۍ پوليسو لخوا  ماورائے عدالت قتل کړي شوي د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې ځوان نقيب الله محسود لواحقينو ته خو دوه کاله تيريدو باوجود هم انصاف ملاؤ نه شو ولې د خپل زوي قاتلان په خپلو سترګو په پهانسۍ ليدو په حواله د پلار آرمان ئې هم خاورو سره خاورې شو

د ځواني مرګ زوي نقيب الله محسود د جدائۍ په غم کښې مبتلا محمد خان محسود د پنډۍ هسپتال کښې د کينسر د رنځ لوجې په حق رسيدلي دے

محمدخان محسود د وفات نه څو ورځې مخکښې يو ويډيو هم جاري شوي وه چې پکښې هغه د خپل زوي قاتلانو ته تر دې دمه سزا نه ملاويدو باندې د افسوس اظهار کړي وو

27کلن نقيب الله محسود کال 2018  د جنورۍ مياشتې په ديارلسمه نيټه کراچۍ پوليسو يوې کارروائۍ دوران په ډزو وژلي وو

د پوليسو دا جعلي مقابله ايس ايس پي ملير راؤ انوار په مشرۍ کښې شوي وه او پوليسو دعوي کړه وه چې  نقيب الله د کالعدم تنظيمونو لشکر جهنګوي او داعش سره د تعلقاتو په الزام کښې وژلي شويدي ولې د کراچۍ ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د پوليسو دغه دعوي دروغ ثابت کړيده

د نقيب الله محسود د لواحقينو وينا ترمخه پوليسو نقيب الله سره د خپل دوه ملګرو محمد قاسم او حضرت علي د سهراب ګوټ سيمې نه اوچت کړي وو او درې ورځې پس ئې د هغه ملګري خوشي کړل ولې نقيب الله محسود ئې جعلي پوليس مقابله کښې ووژلو

په سوشل ميډيا د نقيب الله د قتل خبر خوريدو وروستو سپريم کورټ او حکومت هم د دې معاملے نوټس اخستو باندې مجبوره شوي وو او د هغه قتل په الزام کښې ايس ايس پي راؤ انوار ګرفتار کړي شوي هم وو ولې هغه نن صبا په ضمانت آزاد ګرځي او ماورائے عدالت د دې قتل کيس په عدالتونو کښې زير سماعت دے

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه هم د تير کال اپريل مياشت کښې د نقيب الله محسود پلار له د انصاف ورکولو ډاډ ورکړي وو ولې د آرمي چيف د دغي يقين دهانۍ باوجود متاثره کورنۍ ته تر دې دمه انصاف ملاؤ نه شو او د انصاف په تکل کښې محمد خان محسود هم  د نړۍ نه مخ واړولو

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.