افغانستان ته د کډوالو ستنيدو عمل درې مياشتو لپاره ځنډيدلي دے

د کډوالو واپسي د يخني موسم شورو کيدو لوجې ځنډولي شويدے،د راتلونکي کال مارچ مياشت نه به دا سلسله بيا شورو کيږي

د کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے( يواين ايچ سي آر) لخوا جاري شوي بيان ترمخه د خيبرپښتونخوا پشمول د پاکستان نورو صوبو نه د افغان مهاجرينو خپل ملک ته د واپسې عمل ځنډيدلي دے

بيان کښې وئيلي شوي چې د يخنې موسم شورو کيدو په مناسبت د دسمبر مياشتې اولنې نيټې نه ترراتلونکي کال د  فرورۍ مياشتې په 29  نيټې پورې به افغانستان ته د کډوالو د واپسي عمل بند وي

دغه رنګ موسم صفا کيدو وروستو به مارچ مياشت کښې د معمول مطابق افغان کډوال خپل ملک ته واپسي کولي شي

دا وړومبې ځل نه دے چې پاکستان کښې ميشته افغان کډوالو د واپسۍ عمل ځنډيږي  بلکه د کډوالو نړي والې ادارے لخوا هر کال دسمبر مياشت شورو کيدو سره سم ټول دفترونه وتړلي شي او چې کله د يخني شدت ختم شي نو د مارچ مياشتې په اولنې هفته کښې دغه کډوال خپل ملک ته د ليږلو عمل بيا د سره شورو شي

د يو اين ايچ سي آر رپورټونو ترمخه د تير کال جنورۍ مياشت نه تر اکتوبر مياشت پورې د افغانستان مختلفو برخو نه 17571  افغان کډوال خپل هيواد ته واپس تلي دے

پاکستان کښې دا وخت هم تقريبا 150000 لاکهه رجسټرډ او خواؤ 100000 لکه غير رجسټرډ ژوند کوي چې پکښې زياتره افغانان په کيمپونو کښې ميشته دي

پاکستان حکومت تير څو لسيزو راهسې د لکهونو افغان کډوالو ميلمستيا کوي ولې نائن اليون واقعاتو ورورستو افغانستان کښې د طالبانو حکومت ړنګولو او ناټو پوځ لخوا افغانستان کښې امن په ځائې کولو نه پس پاکستان نه د لاکهونو افغان مهاجر په رضا کارانه توګه خپل ملک ته واپس تلي دي، حکومت لخوا وخت په وخت د افغان کډوالو د ستنيدو عمل کښې توسيع هم شوے او موجوده حکومت افغان مهاجرو ته خپل ملک ته واپسۍ لپاره راتلونکې کال پورې مهلت ورکړيدے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.