صدرټرمپ افغانستان ته سفر،افغان صدر سره سولې په معامله خبرې کړيدي

طالبان ددې اوږد مهال جنګ نه تنګ راغلي دي او د سولې فيصلے ته رسيدل غواړي ګورو چې طالبانو سره څه ډول فيصله باندې اتفاق راځي که امن معاهده ونه شي نو هم امريکې ته هيڅ ستونزه نشته،صدر ډونلډ ټرمپ

وائټ هاؤس لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې صدر ډونلډ ټرمپ افغانستان کښې ميشته پوځيانو سره د شکرانې مذهبي مراسمو کښې شرکت لپاره د افغانستان دوره کړے او باګرام هوائي ډګر باندې ئې امريکني پوځيانو سره ملاقات کړے

بيان کښې وئيلي شوي چې صدر ډونلډ ټرمپ د ترهه ګرۍ جنګ کښې د امريکني پوځيانو د کردار ستائينه کړے او په خصوصي توګه امن بحالۍ لپاره دخپلو سرونو قرباني ورکونکي پوځيانو ته ئې د عقيدت پيرزوني وړاندي کړے

بيان کښې زياته کړي شويده چې امريکني صدر پوځيانو ته د وينا په مهال وئيلي دي چې امريکې او طالبانو د يوې لوظنامي لاس ليک لپاره کار کړي او د افغانستان پائيدار سولي لپاره ئې مذاکرات کړيدي او ګمان کوو چې طالبان جنګ بندي منلو ته نزدي شويدي

خپل تقرير کښې صدر ډونلډ ټرمپ دا هم وئيلي دي چې د دې په انتظار يو چې طالبانو سره څه ډول لوظنامه لاس ليک کيږي که دا معاهده ونه شي نو هم په امريکې څه اثر نه پريوځي

دغه رنګ امريکني صدر يو وارې بيا افغانستان نه د پوځيانو شميره د راکمولو خبره وکړه ولې دا وضاحت ئې ونه کړو چې هغه څومره پوځيان افغانستان نه واپس رابللو منصوبه لري او د دوي انخلا به د کله نه شورو شي

امريکه د هر کال نومبر مياشتي آخرني هفته د تنکس ګيونګ په نوم نمانځي چې مقصد ئې د اولس جان او مال او د ملک د سلامتيا تحفظ لپاره د امريکني پوځيانو شکريه ادا کول وي،د دې مراسمو په مناسبت د امريکې مشر خپل پوځيانو سره ليده کاته کوي او ورته تقرير وکړي هم دې سلسله کښې صدر ټرمپ د شکرانې دغه مذهبي مراسم د ادا کولو لپاره د افغانستان غيراعلانيه دوره کړي وه او پوځيانو ته ئې خطاب وکړو

د صدر په حيث د ډونلډ ټرمپ د افغانستان دا وړومبې دوره وه کومه چې صرف دوه ګهنټو باندې مشتمل وه، امريکني خبري ادارو ترمخه ډونلډ ټرمپ سره افغانستان ته سفر کونکي کسانو کښې سيکيورټي ايډوائزر رابرټ اوبرائن او د سي آئي اے اعلي اهلکار هم  شامل وو

صدر ټرمپ د امريکې ائير فورس په الوتکه کښې د افغانستان پروان ولايت کښې د امريکې د ټولو لوئې پوځي اډے باګرام ته تلي وو او هم هلته ئې د پوځيانو سره ملاقات شوي او افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره ئې هم ليده کاته کړي وو

کابل کښې صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه صدر ډونلډ ټرمپ او  اولسمشر اشرف غني د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او افغان مفاهمتي عمل په معاملو خبري کړيدي، ډونالډ ټرمپ د ترهه ګرو خلاف د افغان سيکيورټي فورسز هلې ځلې ستائيلي دي او د ننګرهار ولايت نه د داعش تنظيم جرړي صفا کيدو باندې ئې افغان اولسمشر اشرف غني له مبارکي ورکړه

صدارتي بيان کښې زياته کړي شويده چې دواړه مشران په دې متفق وو  که چرې طالبان روغې جوړې خبرو ته مخلصه وي نو پکار ده چې په فوري توګه دې د جنګ بندۍ اعلان وکړي

ملاقات دوران افغان اولسمشر اشرف غني وئيلي دي چې افغانستان کښې پائيدار امن لپاره ضروري ده چېي د افغانستان به بهر هم د ترهه ګرو مرکزونه او تنظيمونه ختم کړې شي

د امريکني صدر د افغانستان سفر نه څو ګهنټې مخکښې د امريکې جوائنټس چيف آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرل مارک ميلي هم د کابل دوره کړي وه او هغه د افغان واکمنو سره دوه اړخيزه دفاعي تعلقاتو او په خصوصي توګه افغان مفاهمتي عمل په معاملو خبرې کړي وے

د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادلې وروستو  يو وارې بيا دوحه ځنډيدلي مذاکرات د بحاليدو اميدونه پيدا شويدي هم دې سلسله کښې قطر کښې د امريکې او طالبانو ترمينځه غيررسمي خبرې اترې رواني دي چې پکښې د جنګ بندۍ په معامله غور روان دے

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.