خصوصي عدالت د پروېز مشرف خلاف د سنګين غدارۍ کېس فېصله اوروولو نه منع کړے شوے

اسلام آباد: اسلام آباد هائي کورټ خصوصي عدالت د پخواني صدر ريټائرډ جنرل پروېز مشرف خلاف د سنګين غدارۍ کېس فېصلې ورکولو نه منع کړے دے۔
د تفصيلاتو ترمخه د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د پروېز مشرف خلاف د سنګين غدارۍ کېس فېصلې اوروولو په هکله د درخواست سماعت وکړو۔ په دې موقع اېډيشنل اټارني جنرل ساجد الياس بهټي عدالت کښې وړاندې شو او عدالت نه ئې درخواست وکړو چې د پروېز مشرف خلاف د خصوصي عدالت فېصله دې وځنډولې شي۔
هغۀ زياته کړه چې ټرائل لپاره د خصوصي عدالت جوړولو په هکله عدالت کښې رېکارډ وړاندې کړے شوے دے او په دې معامله د چيف جسټس آف پاکستان مشورې سره ججان مقرر کړے شوي دي۔
جواب کښې د بنچ غړي جسټس عامر فاروق ووئيل چې تۀ وئيل غواړې چې د خصوصي عدالت تشکيل صحيح نۀ وو۔ جسټس محسن اختر کياني اېډيشنل اټارني جنرل ته ووئيل چې تۀ داسې اووايه چې د پروېز مشرف خلاف کېس نۀ چلول غواړې۔
په دې د اېډيشنل اټارني جنرل وېنا وه چې هغۀ صرف دا درخواست کوي چې خصوصي عدالت دې د پروېز مشرف خلاف د سنګين غدارۍ کېس فېصله اوروولو نه منع کړے شي۔
اسلام آباد هائي کورټ خصوصي عدالت د دغه فېصله اوروولو نه منع کړو او د کېس سماعت ئې يوې ورځې لپاره ملتوي کړو۔ هائي کورټ د قانون و انصاف وزارت سېکرټري ته د ټول رېکارډ سره د پېش کېدو حکم ورکړو۔
ياده دې وي چې خصوصي عدالت د پروېز مشرف خلاف د سنګين غدارۍ کېس فېصله په اتۀ ويشتم نومبر اورووله خو ولې د کورنو چارو وزارت دغه فېصله ودروولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست ورکړو۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.