د جے يو آئي اېف رهنما مفتي کفايت الله د نامعلومه کسانو حمله کښې زخمي

مانسهره: د جمعيت علما اسلام فضل ګوند (جے يو آئي اېف) رهنما مفتي کفايت الله او دوه نور تنان د ناڅرګنده تنانو په حمله کښې زخمي شوي دي۔
د پوليس ترمخه نامعلومه کسانو مانسهره کښې د مفتي کفايت الله ګاډي سره خپل ګاډے وجنګوو او بيا ئې په هغۀ باندې د وسپنې راډونو سره حمله وکړه۔
پوليس وئيلي دي چې حمله کښې د مفتي کفايت الله د لاس هډوکے مات شوے دے ولې د هغۀ ځوئے او يو ملګرے زخمي شوے دے کوم چې علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔
بلخوا د مفتي کفايت الله ځوئي حسېن کفايت الله وئيلي دي چې يو څو ګاډي دوي پسې راروان وو او دوي ئې ودروول کومې نه پس چې ئې حمله وکړه۔
پوليسو د پېښې مقدمه درج کړې ده او د حمله کوونکو تلاش ئې شروع کړے دے۔

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.