د امريکې او افغانستان اولسمشرانو د سولې په معامله خبري کړي

پائيدار سولې له جنګ بندي اولنې شرط دے د دې عمل کاميابۍ لپاره د افغان دولت شموليت ضروري دي،صدر ټرمپ

د افغان اولسمشر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ اشرف غني ته ټيلي فون کړے او ورسره ئې د افغانستان په موجوده صورتحال او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو خبري کړيدي

دواړو مشرانو ننګرهار ولايت د داعش جنګيالونه صفا کيدو په معامله هم خبرې کړيدي او صدر ټرمپ دې ولايت نه د داعش جرړې د ختمولو په حواله د افغان سيکيورټي فورسز د کاميابو ستائينه کړيده

بيان کښې زياته کړي شويده چې دواړو مشرانو افغان مفاهمتي عمل په بابله هم خبري اتري کړيدي او په دې موقع افغان اولسمشر د سولې په حواله د حکومت اووه نکاتي تګ لارې په حواله صدر ټرمپ ته تفصيلي معلومات ورکړل

امريکني صدر ډونلډ ټرمپ د افغان اولسمشر د نوې تګ لارې تائيد کړے او دواړو مشران په دې متفق وو چې د سولې لپاره حتمي جنګ بندي اولنې شرط دے

صدر ټرمپ په دې موقع ووئيل چې د سولې عمل د کاميابۍ لپاره ضروري ده چې دې کښې د افغان حکومت شموليت لازمي وي پکار ده چې هم د نن نه د سولې لپاره کوششونه شورو کړې شي

دغه رنګ د امريکې صدر د آسټريليا او امريکې پروفيسرانو د بازيابۍ عمل کښې مرسته کولو باندې د افغان اولسمشر مننه کړيده

د خبرو اترو په وخت صدر ډونلډ ټرمپ افغان اولسمشر له د امريکې د دورې کولو بلنه ورکړې کومه چې ډاکټر اشرف غني قبول کړے او وئيلي ئې دي چې هغه به ډير زر د واشنګټن دوره وکړي

امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په داسې مهال د پاکستان او افغانستان د واکمنو سره د ټيلي فون د لارې رابطي کړي چې  د طالبانو لخوا خوشي کړي شوي دواړه پروفيسران کين کينګ او ټيموتي ويکس جرمني کښې د امريکې پوځي  مرکز ته رسيدلي دي

دا دواړه پروفيسران څلور ورځې وړاندې طالبانو زابل ولايت کښې امريکنې چارواکو ته سپارلي وو او د دوي د بازيابۍ په بدل کښې افغان دولت د باګرام جيل نه د طالبانو درې اهم کمانډران انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران خوشي کړي وو او درې واړه طالب کمانډران دوحه کښې طالبانو ته سپارلي شويدي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.