وزيراعظم سره د صدر ټرمپ رابطه،افغان امن لپاره شريک کوششونو باندې اتفاق
امريکني صدر بهرملکي پروفيسرانو بازيابولو لپاره د پاکستان کوششونه ستائيلي،د عمران خان شکريه ئې هم ادا کړے

سرکاري خبري ادارو ترمخه وزيراعظم عمران خان د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي او ورسره ئې دواړو ملکونو په تعلقاتو،کشمير او افغانستان پشمول د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبري کړيدي
د خبرو په وخت وزيراعظم عمران خان ووئيل چې افغانستان کښې د دوه بهرملکي پروفيسرانو باحفاظته بازيابي اهم پرمختګ دے او پاکستان پرې هم خوشحاله دے
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د کوين کينګ او ټيموتي ويکس د بازيابولو لپاره مرسته او کوشش کولو باندې د پاکستان د کردار ستائينه کړيده او د وزيراعظم عمران خان شکريه ئې ادا کړيده
په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پرامن او مستحکم افغانستان د پاکستان د مفاد لپاره هم ضروري دے او دا چې د افغان سولي عمل په حواله به د پاکستان کوششونه او مرستې جاري وي
د خبرو اترو په موقع دواړو مشرانو افغانستان کښې امن بحالۍ لپاره په شريکه کار کولو باندې هم اتفاق کړيدے
د ستمبر مياشت کښې د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ سالانه اجلاس په سائيډ لائن د وزيراعظم عمران خان او امريکني صدر ډونلډ ټرمپ ترمينځه ملاقات شوي وو چې پکښې د طالبانو د ولقے نه دوه بهرملکي پروفيسران بازيابولو په معامله هم خبرې اترې شوي وے،دې ملاقات دوران صدر ټرمپ په دې معامله کښې د پاکستان نه مرستې غوښتے وے
د اکتوبر مياشتې په دوئمه نيټه د ملا عبدالغني برادر مشرۍ کښې پاکستان په دوره راغلي د طالبانو وفد او پاکستاني واکمنو ترمينځه ملاقاتونو کښې هم د دغه پروفيسرانو د خوشي کولو په معاملو خبرې اتري شوي وے
وزيراعظم عمران خان او صدر ټرمپ ترمينځه خبرو کښې د کشمير په موجوده صورتحال هم د خيالاتو بدلون شويدے او عمران خان په مقبوضه کشمير کښې د بهارتي ظلمونو نه امريکني صدر خبر کړي او مطالبه ئې ترې کړيده چې دا کشاله د هوارولو لپاره دې امريکه خپل کوششونه جاري وساتي