ليفټنټ جنرل نديم رضا جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي مقرر

د آرمي چيف په حيث د جنرل قمر جاويد باجوه دوباره تقررۍ نوټيفکيشن د مخکښې نه جاري کړي شويدے، وزيراعظم هاؤس پريس ريليز

وزيراعظم هاؤس لخوا جاري کړي شوي پريس ريليز کښې وئيلي شويدي چې وزيراعظم عمران خان ليفټنټ جنرل نديم رضا  چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي تعينات کړېدے

پريس ريليز ترمخه ليفټنټ جنرل نديم رضا به د شورو په ورځ د چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي په حيث خپلې ذمه وارې ترسره کول شورو کړي

د وزيراعظم هاؤس پريس ريليز کښې زياته کړي شويده چې د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د دوباره تعيناتي نوټيفکيشن د اګست مياشتې په نولسمه نيټه جاري کړي شويدے

موجوده چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي ليفټنټ جنرل زبير محمود حيات به د روانې مياشتې په 29 نيټه ريټائر کيږي

ليفټنټ جنرل نديم رضا تير کال جي ايچ کيو کښې چيف آف جنرل سټاف مقرر کړي شوي وو،هغه جنوبي وريرستان پوځي آپريشنونو کښې اهم کردار ادا کړے وو،دې نه علاوه هغه د پنډۍ کور کمانډر او د پاکستان ملټري اکيډمۍ کمانډنټ په حيثيت هم خپلې ذمه وارې ترسره کړيدي

 

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.