طالبانو لس افغان عسکر هم خلاص کړي

د امریکایي دوو پروفیسرانو تر څنګ ۱۰ عسکر خلاص کړل

طالبانو رسما ومنله، چې د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو اولس افغان عسکرو سره یې د خپلو دریو تنو بندیانو تبادله بریالۍ ترسره شوې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «څنګه چې د اسلامي امارت د دریو تنو مجاهدینو محترم انس حقاني، محترم حاجي مالي خان او محترم حافظ عبدالرشید د آزادیدو په اړه مثبت اقدام شوی، موږ یې هر کلی کوو.»

خبرپاڼه زیاتوي «همداراز، د اسلامي امارت له لوري د دوو تنو پروفیسورانو ( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ سره تکمیل شوه.»

د خبرپاڼې له مخې، دا ډول کړنې د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته کولای شي او د باور فضاء جوړولای شي.

طالبانو ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې، د قطر له امیر او د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر هم مننه کړې، چې د تبادلې تسهیلات یې برابرکړي.

یاده دې وي، چې د امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان درې کاله وړاندې طالبانو په کابل کې برمته کړي وو، چې نن یې امریکایي لوري ته وسپارل او په بدل کې یې د سراج الدین حقاني ورور «انس حقاني» د نوموړي ماما «حاجي مالي خان» او د مولوي محمد نبي عمري ورور «حافظ عبدالرشید» ازاد شول.

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.