طالبانو بهرملکي پروفيسران خوشي کړل؛ زابل ولايت کښې امريکني چارواکو ته حواله

وزيراعظم پاکستان عمران خان هرکلي

طالبانو د امريکې او آسټريليا پروفيسران د افغانستان په زابل ولايت کښې امريکني چارواکو ته حواله کړيدي،دغه پروفيسران درې کاله مخکښې د کابل نه طالبانو اغوا کړي وو د دې کسانو بازيابۍ بدل کښې  د طالبانو درې اهم کمانډران خوشي کړي شويدي

د افغانستان خبري ادارو ترمخه افغان طالبانو د زابل ولايت په نوبهار اولسوالۍ کښې دواړه بهرملکي پروفيسران امريکني پوځيانو ته حواله کړيدي

خبري اداري وائي چې دغه بهرملکي وګړي امريکې ته حواله کولو لپاره د زابل ولايت په مختلفو سيمو کښې تير دوه ورځې لپاره امريکې او طالبانو عارضي جنګ بندي هم کړي وه

د دې پروفيسرانو بازيابۍ وروستو امريکې قطر ته  د ګل په ورځ رسولي شوي درې طالب کمانډران خوشي کړيدي او سرچيني وائي چې دغه کمانډران دوحه کښې د طالبانو سياسي دفتر ته حواله کړي شويدي

ياده دي وي طالبانو کال دوه زره څوارلسم کښې د امريکې پروفيسر کوين کينګ او د آسټريليا پروفيسر ټيموتي ويکس د کابل نه  اغوا کړي وو د دې پروفيسرانو بازيابۍ په بدل کښې افغان دولت د باګرام  جيل نه اهم طالب کمانډران انس حقاني،حافظ عبدالرشيد او مالي خان ځدران خوشي کړيدي

وزيراعظم پاکستان عمران خان هرکلي

وزيراعظم عمران خان د افغان طالبانو لخوا بهرملکي پروفيسران خوشي کولو ګام ستائيلي او وئيلي ئې دي چې دې اقدام سره به  افغان سولي عمل کښې شريک د ټولو فريقينو ترمينځه بے باوري ختم شي

په ټوئټر ورکړي شوي  بيان کښې وزيراعظم عمران خان د امريکې او آسټريليا پروفيسران رهائۍ ممکن جوړولو په حواله د ټولو فريقينو کوششونه ستائيلي دي

بيان کښې وزيراعظم وئيلي دي چې افغانستان کښې امن بحالي او افغان اولس ته راپيښ مشکلاتو د خاتمے لپاره د نړي والې ټولنې د يو غړي په حيث پاکستان مکمل حمايت کړيدے او د قيديانو تبادله کښې ئې اهم کردار ادا کړيدے

عمران خان په بيان کښې زياته کړيده چې  افغان شخړه د خبرو اترو د لارې هوارولو لپاره پورته کيدونکي د هر  يو عمل ملاټر کول د پاکستان د قامي پاليسۍ برخه ده

بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه د قيديانو تبادله به د فريقينو اعتماد کښې اضافه وکړي او افغان سولې عمل لپاره به نوي کوششونه شورو شي

بايد تاسي دا هم خوښ کړيي

ځواب ورکئي

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا.